Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کندهار ځايي مسوولین وایي، تېره ورځ د دغه ولایت په سپينبولدک ولسوالي کې د جانمحمد په نوم یوه کس د چړې په واسطه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې او وژلې یې ده.
سرپل کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په سیاد ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن د چاقو په ګزارونو وژلې ده.
امنیتي مسوولین وايي چې په بلخ او غزني ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یوه سړي خپله ۲۰ کلنه مېرمن وژلې ده.
فاریاب کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له لوري د چاقو په وسیله وژل شوې ده.
د هلمند ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده .
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن وژلې ده.
وسلهوالو کسانو په غزني ښار کې پر یوې مېرمنې – چې اته کلن ماشوم هم ورسره و – ډزې کړې او هغه یې وژلې، خو ماشوم ته یې زیان نه دی اوښتی.
له تېرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې چورلکې انځورونه او ويډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ګواکې یوه حکومتي مسوول خپله مېرمن په لوګر کې د خسر له کوره خوست ته په نظامي چورلکه کې بیولې خو حکومت یې ردوي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې یوه کس خپله مېرمن وژلې چې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی.
مسوولین وايي چې د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې پر يوه کور تندر لوېدلی چې له امله یې يوه ښځه مړه شوې.
امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې هغه مېرمن نيولې چې د خپلې بنې لور یې وژلې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن