Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
پاکستاني ځواکونو چمن کې پر پرلتوالو ډزې کړې چې له امله یې ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.
پاکستاني ځواکونو په چمن کې پر هغو کسانو ډزې کړې او خیمې یې ورسوځولې چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې یې د سپینبولدک – چمن پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې جبرې کېدو پرېکړې غبرګون کې پرلت پیل کړی دی.
د پکتیا د ځاځياریوب یو شمېر اوسېدونکي وايي، پرون پاکستاني ځواکونو د دې ولسوالۍ ځینې سیمې پر توغنديو ووېشتې چې وروسته بیا افغان ځواکونو هم په ځوابي ډزو لاس پورې کړ.
د پکتیا حکومتي مسوولین وايي چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې پاکستاني ځواکونو د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاڅې لار د مسافرو او ناروغانو پر مخ تړلې ده.
د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه «خرلاڅې» دروازه هم له تېرې ورځې راهیسې تړل شوې ده.
د سپین بولدک- چمن لارې ګڼ شمېر مسافر شکایت کوي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر دغه لار د پاکستاني ځواکونو له لوري ځورول کېږي او ډول ډول ستونزې ورته جوړېږي.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې پاکستاني ځواکونو ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر یو شمېر کسانو ډزې کړې او ۹ تنو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د پکتیکا چارواکي وايي، یو افغان چې غوښتل یې پر ډیورنډ فرضي کرښه هغې غاړې ته واوړي، د پاکستاني ځواکونو له خوا ډزې ورباندې شوې او وژل شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن