Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کندهار کې د انګورو ځيني سوداګر وایي، پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو ګمرکي تعرفې لا هم د پخوا په څېر لوړې ساتلې چې له امله یې دوی له زیان سره مخ دي او غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې د دې ستونزې د حل لپاره ګام پورته کړي.
غزني ته له پاکستانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ له حکومت او اړوندو موسسو غوښتنه کوي چې د دوی ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي؛ مسوولین وايي، هڅه کوي په دې برخه کې هغوی ته ټولې اسانتیاوې رامنځته شي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې پنځه پوړیزې استوګنیزې ودانۍ د نړېدو پېښې د مړو شمېر ۲۷ کسانو ته رسېدلی دی.
د پاکستان حکومت امر کړی چې د افغان کډوالو د پياوار کارتونو د تمدید په اړه دې تر وروستۍ پرېکړې د دغو کارتلرونکو پر وړاندې هیڅ ډول اقدام نه کېږي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو استازو د کډوالو او راستنېدونو چارو وزارت له سرپرست سره له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو په اړه ناسته کې ویلي چې د روان مېلادي کال تېرو شاوخوا اوو میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۱۰۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان او پاکستاني چارواکو د وحشي ژوو د قاچاق پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او هوکړه یې کړې چې په دې برخه کې به د دواړو هېوادونو یوه ګډه کمېټه جوړه کړي.
د راپورونو له مخې، د پنجاب صادقاباد سیمې څخه کویټې ته پر لاره یو مسافر وړونکی بس چپه شوی چې څلور کسانو پهکې وژند له لاسه ورکړی او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانونو ۵۲ نور افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د پاکستاني د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره د اوزبېکستان – افغانستان – پاکستان اوسپنېپتلۍ (یواېپي) پروژې او د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه ټيلېفوني خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان پنجاب ايالت کې د توپانونو او ورښتونو له امله په بېلابېلو سيمو کې ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۲ نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP