Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د روان لمریز کال په اوږدو کې په میدانوردګو ولایت کې د نږدې ۶۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو مهارولو ۱۵ پروژې پلې شوې دي.
په غزني او هلمند ولایتونو کې د څه باندې نهه میلیون افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پکتیکا ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰ پراختیايي او بیارغونې پروژو چارې پيل شوې.
د فېروزکوه ښاروال وایي چې دغه ښار کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت ۱۷ زېربنایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني پوهنتون مسوولین وایي، دغه ولایت ته د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د خپل وروستي سفر پر مهال غزني پوهنتون لپاره د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت څلور پروژې منظورې کړې چې ډېر ژر به یې چارې پیل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو بیا تر اوسه د شاوخوا ۸۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظور شوې دي.
د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسه کې د ۶۶ میلیون افغانیو په لګښت د اتو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري په روان کال کې ۱۲۴ بېلابېلې پروژې د شاوخوا ۳۵ میلیارد افغانیو په ارزښت منظورې شوې دي.
د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، خصوصي سکټور په کابل ښار کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ۲،۶ میلیاد افغانیو په ارزښت ۷ پرمختیايي پروژې پلې کوي چې د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شوي دي.
سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۸ میلیون افغانیو په لګښت د روغتیا برخه کې د پنځو پروژو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
چارواکي وایي چې د کابل په ترهخېلو کې د ۱۸ میلیون ډالرو په لګښت د ۲۵۲ میګاواټه برېښنا په ظرفیت د یوه سبسټېشن جوړولو او له چمتلې تر ترهخېلو د ۲۲۰ کیلوواټه مزي غځولو چارې پیل شوې.
د کرنې وزارت مسوولین وايي، د وروستي یوه کال په اوږدو کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې او د کرنې او مالدارۍ وزارت سکټور د ملاتړ په موخه یې پر کروندګرو او مالدارانو ۱،۳ میلیارد افغانۍ وېشلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP