Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
. . .
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي او شپانه وایي چې ګڼ شمېر څاروي یې د طبق ناروغي خپرېدو له امله د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي او له حکومته یې په مخنیوي کې د مرستې غوښتنه کوي.
د دایکڼدي د ځینو ولسوالیو مالداران وایي، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د مختلفو حیواني ناروغیو خپرېدو له امله سلګونه څاروي تلف شوي دي.
د سرپل یو شمېر مالداران وايي چې واورو د دغه ولایت ټول څرځایونه پوښلې او څاروي یې د وښو د نهشتوالی له امله د لوږې له خطر سره مخ دي.
کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱) سږ کال د ژمې سړې څپې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په کندهار کې هم شاوخوا ۱۲ زره څاروي
د بغلان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د تېرې اوونۍ ورښت او سړې هوا له څلور زره ډېر څاروي تلف کړي او زرګونه نور له ګواښ سره مخ دي.
د سمنګان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د سړې هوا، د وښو کمښت او د تېرو کلونو وچکالیو له امله له ۱۰ زرو څخه ډېر څاروي له منځه تللي دي.
د دایکنډي ولایت سیمهییز مسوولین وايي، د تېرو څو ورځو په لړ کې د سختې یخنۍ له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵ زره او ۴۵۳ څاروي له منځه تللي دي.
د یو شمېر ولایتي مسوولینو په وینا، د سړې هوا له امله د لسګونو روږدو په ګډون تر اوسه شاوخوا ۸۸ کسان مړه شوي دي؛ بلخوا د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د سړې هوا له امله د یو شمېر هېوادوالو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن