Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې د امریکا غږ او د دغه هېواد یو شمېر دولتي رسنیو کارکوونکي په اجباري ډول رخصت شوي او د ازادۍ راډیو بودجه هم قطع شوې ده.
رسنیو د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې پنتاګون راتلونکې اونۍ خپل ۵۴۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کوي.
د کډوالو چارو وزارت نوی سرپرست وزیر وايي چې د دغه وزارت ټول مسوولین او کارکوونکي دې خپلو کارونو ته د تېر په څېر دوام ورکړي، د منفکۍ یا تبدیلۍ په اړه دې اندېښنه نه کوي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، په جوزجان ولایت کې ناپېژانده وسلهوالو د یوه خصوصي شرکت دوه کارکوونکي وژلي او هغه اوازې ناسمې دي چې دغه کسان د قوشتېپې کانال کارکوونکي دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړيکو کمېسیون په بهر کې پر مېشتو هغو افغانانو چې د تېر حکومت پوځي او اداري کارکوونکي وو، غږ کوي چې بېرته هېواد ته راستانه شي او پر «بېبنسټه تبلیغاتو» تېر نهوځي.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې پر ۳۱مه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې په دې جګړه کې یې لږ تر لږه ۸۹ کارکوونکي وژل شوي دي.
د میمنې ولایتي روغتون ۲۰۰ کارکوونکو د ولایت مقام ته د یوې عریضې په کولو سره، دغه روغتون ته د روغتیايي خدمتونو له اسانتیا برابروونکې موسسې څخه شکایت کړی او ویلي، دغې موسسې د دوی ۲۰ سلنه معاشونه کم کړي او د دوو میاشتو معاشونه یې هم نه دي ورکړي.
د امریکا په کنټاکي ایالت کې د بانک یوه کارکوونکي پنځه کسان په خپل کارځای کې په ډزو وژلي دي.
. . .
د کندهار محبس مسوول وايي، د دغه محبس ټول پخواني ملکي او نظامي کارکوونکي- چې ښځې هم په کې شاملې دي- بېرته دندو ته ورغوښتي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP