Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پکتيا عامې روغتيا رياست وايي چې د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې یوه ښځه د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوې ده.
د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، د روان کال له پيله په دغه ولايت کې اته کسان پر کانګو ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې يې درې کسان مړه شوي دي.
د کندوز د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون مسوولین وایي، په تېرو اووه ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۲ کسان پر کانګو ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د لوی اختر په درېیو ورځو کې د هېواد په کچه پرکانګو تبه ۱۵۹ کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۲۵ کسان مړه شوي دي.
د زابل د عامې روغتيا ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز کلات کې د کانګو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره شو.
د بلخ روغتيايي مسوولین وایي، په تېرو نږدې دوه میاشتو کې په دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې دوه کسان مړه شوي دي.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، په دغه ولایت کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو له امله د یوه ډاکټر په ګډون دوه کسان مړه شوي او پنځه روغتیایي کارکوونکي پرې اخته شوي دي، خو د اخته کسانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د کانګو ناروغۍ ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له امله یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن