Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د جوزجان ځيني کروندګر د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د وچکالۍ له امله یې د للمي او ابي غنم کروندې د له منځه تلو له خطر سره مخ دي او حکومت باید دې برخه کې پاملرنه وکړي.
په کندهار ولایت کې له سږني اورښتونو سره د دهلې بند له اوبو ډک شوی چې اوبه یې د ولسوالیو ځمکو ته رسېدلې او ورسره ځايي کروندګر سږ کال د حاصلاتو ډېرېدو ته هیلهمن شوي دي.
هلمند کې یو شمېر بزګر او بڼوال وايي، د سړو خونو نشتوالي له امله يې کرنیز محصولات یا خرابېږي او یا یې هم په ډېره کمه بیه پلوري.
د بادغیس ځيني کروندګر سږني موسمي اورښتونو ته خوښ دي او وایي، دغه اورښتونه د دوی پر حاصلاتو ښه اغېز لرلی شي.
په کندهار کې ګڼ شمېر کروندګرو- چې پخوا یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرل- سږ کال یې ګازرې کرلې خو وايي، بیه یې ټیټه ده او بازار نه لري.
د بغلان يو شمېر کروندګر وايي، د سږ کال سړې هوا په دغه ولايت کې د غنمو زرګونه جريب کروندې له منځه وړې او دوى يې له مالي ستونزو سره مخ کړي دي.
تخار له وروستیو اورښتونو سره سم ځيني ګروندګر خوښي څرګندوي، وايي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله حاصلات ښه نه وو خو راتلونکي کال ته هیلهمن دي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال تر اوسه په کندهار کې ۶۸ ملي متره باران شوی او تمه لري نور اورښتونه هم وشي او کال به اباد وي.
د دایکنډي بزګر وایي، په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د هنګ طبي بوټي کرکېله دود شوې او دې چارې ته خوشبینه دي.
د هرات یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د معیاري سړوخونو پر نهشتون نیوکه کوي او وايي، هر کال یې ډېر کرنیز محصولات خرابېږي او یا یې په ډېره ټيټه بیه پلوري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن