Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل ښار کې د نسايي ولادي برخې یوه ډاکټره نجمالسما شفاجو چې د ښځو لپاره د ځانګړي روغتون په جوړولو سره یې لسګونو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، په روغتیايي برخه کې د نسايي ولادي ډاکټرانو کمښت یوه جدي ستونزه یادوي او وايي چې هر څوک باید د روغتیايي ستونزو د حل برخه کې هڅه وکړي.
د ناروې د کډوالو شورا وایي، د مرستو کمښت به افغانستان کې بشردوستانه خدمات محدود او میلیونونه خلک زیانمن کړي خو دغه شورا له بېځایه شوو ښځو، نارینهوو او ماشومانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې پاتې کېږي.
د اوبو او برېښنا وزارت په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازولۍ هغه راپور رد کړی چې په کې ویل شوي، په افغانستان کې ۳۳ میلیونه کسان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
د بلخ په البرز ولسوالۍ کې یو شمېر زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو او درسي موادو له کمښت سره هم مخ دي.
د عامې روغتیا وزارت وړاندې شوو شمېرو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په نسبت د لېوني سپيانو داړلو پېښې څه باندې ۱۴ سلنه ډېرې شوې، خو دغه وزارت د دې ناروغۍ اړتیا وړ ۷۰ سلنه واکسین په واک کې نه لري.
د هلمند د مارجې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په روغتیایي مرکزونو کې د درملو کمښت سربېره په سمه توګه روغتیایي خدمات نه وړاندې کېږي او دوی اړ دي چې خپل ناروغان لښکرګاه ښار ته بوځي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اجرائیوي مدیر ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې د راتلونکې مېلادي میاشتې تېرولو لپاره کافي بودجه نه لري او خبرداری یې ورکړی چې که بودجه ترلاسه نهشي کړاي، اړ دی دغه هېواد پریږدي.
په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې وچکالۍ افغانستان کې د اوبو زېرمو د کمښت لامل شوې، د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که په دغه ولایت کې د اوبو د کمښت ناورین ته رسېدنه ونه شي، دوی اړ دي خپلې سیمې پریږي.
د فاریاب ځيني قومي مشرانو په دغه ولایت کې د څښاک او کرنیزو اوبو د کمښت له امله اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که د دهندرې بند کارونه بېرته پیل نه شي، خلک به له میمنې ښار او ځینو ولسوالیو څخه کوچېدو ته اړ شي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي.
د بلخ د پوهنې ریيس وایي، روان کال د دغه ولايت په کچه ۱۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري خو هڅه کوي چې دا او نورې ستونزې حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP