Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د یوناما مرستیال وايي، دوی هڅه کوي د کډوالو د نورو ستونزو د حل ترڅنګ د هغوی ماشومانو ته د زدهکړو زمینه هم برابره کړي.
د ننګرهار ولايتي ادارې او سوداګرۍ وزارت په دغه ولایت کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره په ګډه ځانګړې کمېټه جوړه کړه.
د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، په سرحدي ولایتونو کې د سرحدي سيمو اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره کمېټې جوړېږي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې کړې دي.
د یوناما مشرې ويلي، د دوحې وروستۍ ناستې د پرېکړو له د افغانستان د خصوصي او بانکي سکټورونو د ملاتړ او له نشهیي توکو سره د مبارزې څرنګوالي په موخه د دوو جلا کمېټو پر جوړولو کار کېږي.
یو شمېر متقاعدین له اقتصادي ستونزو سر ټکوي، له اسلامي امارته غواړي چې د تقاعد حقوق یې ورکړي؛ ځکه چې دغه پیسې د هغوی له معاشونو ګرځول شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ مرستيال وايي، د افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو او د هغوی حقونو خونديتوب په موخه يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه کې ویلي چې د سوداګرۍ او ترانزيټ برخو کې دې د شته ستونزو هواري لپاره ګډ او مخلصانه اقدامات وشي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له معین سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې د شته خنډونو له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د نږدې اړیکو ټینګولو په اړه خبرې وکړې او هغه ته یې بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.
د پکتیا د ګردې څېړۍ، شواک او وزيځدراڼ ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو نشتوالي له امله اړ دي د تذکرو اخیستو لپاره څو ځلې ګردېز ته ولاړ شي.
بلخ ولایت کې یو شمېر داخلي بېځایه شوې کورنۍ وايي، د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زیاتوي چې حکومت دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
کابینې د سالنګ لارې د موټرچلوونکو شکایتونو په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته، ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د دې لارې باروړونکو موټرو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د حل مناسبه لاره ورته ولټوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن