ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان لپاره د جينوا په غونډه کې د ولسمشر غني وينا

author avatar
25 Nov 2020 - 09:55
author avatar
25 Nov 2020 - 09:55

ولسمشر محمد اشرف غني د جينوا کنفرانس ته وويل چې له طالبانو سره هوکړه باید په شرطونو واوسي او اجازه نه ورکوي چې “تېر تریخ تاریخ” بیا تکرار شي.

هغه دغه څرګندونې نن د لړم په ٤مه، د افغانستان په اړه د جنیوا د مرستو او همکاريو دوه ورځني کنفرانس دويمې ورځې غونډې ته وکړې.

دغه کنفرانس ته د نړۍ له شاوخوا سلو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو سازمانونو وزیران او استازي په حضوري او د کرونا ويروس له امله د ويډيو له لارې را ټول شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني دغې غونډې ته وویل چې له طالبانو سره هوکړه باید په شرطونو واوسي او اجازه نه ورکوي چې “تېر تریخ تاریخ” بیا تکرار شي.

دی وايي:”په دوحه کې زموږ شتون اصلي موخه په هېواد کې د سولې ټینګښت دی.” هغه زياته کړه، د افغانستان خلکو لومړیتوب سوله ده او طالبان باید پوه شي چې د ملکي کسانو وژنه کوم ځای نه نیسي او دا بهیر باید ودروي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.