ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسولين: سږکال پکتيا کې د جلغويو حاصلات زر ټنه زيات شوي دي.

author avatar
23 Nov 2020 - 10:34
author avatar
23 Nov 2020 - 10:34

سوېل ختيځ زون، په تېره پکتيا په هېواد کې د جلغوزو د حاصلاتو عمده سيمه ګڼل کيږي، چې هر کال پکې د جلغوزيو زرګونه ټنه محصولات تر لاسه کيږي.

که څه هم په تېرو دوه کلونو کې په دې برخه کې ځینې ستونزې حل شوې هم دي، خو د جلغوزيو د کاروباريانو په خبره لا هم ګاونډي پاکستان ته د جلغوزيو غيرقانوني قاچاق، سوداګرو ته يې په لارو کې ور پېښې ستونزې او په خبره يې د پېر و پلور د مناسب بازار نشتون په دې برخه کې مهم خنډونه دي.

د پکتيا اوسېدونکی او د جلغوزيو يو تن سوداګر حاجي بهادر منګل وايي ټينګار کوي چې د جلغوزيو د حاصلاتو زياتوالي لپاره بايد د عصري کرنې پر اساسي ځينې ګامونه واخيستل شي.

منګل وويل چې د ګڼو خلکو ژوند د جلغوزيو په حاصلاتو او له دې لارې په تر لاسه کېدونکو عوايدو پورې تړلی او په کار ده چې د نويو نيالګيو کېنولو او پاللو له لارې دا کچه لا زياته شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.