زبان

کندهارښار(پژواک١٧ورى٩١): په کندهار کې د سوېلي زون په کچه د ديني عالمانو او جوماتونو د همغږۍ په موخه په جوړه شوې غونډه کې له عالمانو څخه غوښتنه وشوه ،چې خپله پوهه تر جوماتونو محدوده نه کړي.

 دغه غونډه نن د (ورى په ١٧ مه )د کندهار ښار په منډيګک ماڼۍ کې جوړ شوې وه، چې پر کندهار برسيره له هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو څخه هم ديني عالمان رابلل شوي وو.

 د کندهار والي توريالي ويسا له علماوو وغوښتل، چې خپله پوهه تر جوماتونو محدوده نه کړي، بلکې له جوماتونو بهر هم د خلکو د ذهنونو په روښانه کولو کې خپله ونډه واخلي.

 هغه زياته کړه، علما بايد په ټولنه کې د مزخرفاتو لکه کوډو، د هديرو د غصب او نورو ناوړه عملونو مخنيوى وکړي، دغه راز هغوى دې خلکو ته شعور ورکړي، چې په مقدسو ځايونو کې د نشه يي توکو له کارولو ډډه وکړي.

 نوموړي له علماوو وغوښتل، چې د دې تر څنګ دې د جوماتونو د ملا امامانو د پوهې د کچې د لوړولو لپاره هم کار وکړي، تر څو هر امام خپل پيغامونه تر خلکو پورې په سمه توګه ورسوي.

 د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمد امين وقاد د خپلې وينا پر مهال وويل، چې افغانان بايد د اسلامپالنې تر څنګ هيوادپال واوسي او د خپلې خاورې ساتنه وکړي.

 هغه زياته کړه: ((حکومت خپلې غوښتنې د علماوو له لارې تر خلکو او اولس پورې رسوي، دولت له خلکو نه ملاتړ غواړي، خو خلک له دولت څخه د ديانت، خدمت او عدالت غوښتنه کوي.))

 د نوموړي په وينا، علما د سولې په راوستو کې مهم رول لري او پر هغوى يې غږ وکړ، چې د وسلوالو مخالفينو په بيرته راوستلو کې له خپل ټول توان څخه کار واخلي.

 د غونډې نورو برخوالو هم په خپلو ويناوو کې د علماوو پر مسووليتونو او په ټولنه کې د هغوى پر رول خبرې وکړې او له هغوى يې وغوښتل، چې د يوې شعوري ټولنې د جوړېدو لپاره کار وکړي.

 د غونډې په پاى کې ديني عالمان په بيلابيلو ګروپونه ووېشل شول او خپلې غوښتنې، نظريې او وړانديزونه يې په ليکلې بڼه له کابل څخه راغلي پلاوي ته وسپارل ، تر څو تر لوړو مقاماتو ته يې ورسوي.

 په دې غونډه کې، چې دسيمينار بڼه يې درلوده، دکندهار د حج او اوقافو رييس مولوي نور العزيز، د سولې عالي شورا غړي او د عامه پوهاوي د کميټې رييس قاضي محمد امين وقاد، مشاور وزير عبدالعزيز خان، د اسلامي علومو د مسلکي تحقيقاتو غړي رحمت الله حنيفي، د مساجدو د لوى رياست لومړي او دويم مرستيالان مولوي اسرار الحق او عبدالمالک او ځينو نورو ويناوې وکړې.

 

موضوعات مرتبط