Language

جلال اباد (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا دغه ولايت کې د ستروسو د ۴۵ ډولونو نندارتون جوړ شو چې په کې د کرنې رياست له لوري تجربه شوي نارنج، لېمو او مالټې وښودل شوې.

د کرنې اداره وايي، د دغه ولايت په ۶۷زره جريبه ځمکه کې د ستروسو د مختلفو ډولونو باغونه موجود دي چې سږکال يې د نورو کلونو په پرتله حاصلات لوړ شوي دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي وويل، چې په دې نندارتون کې يې د ستروسو مالټې، لېمو، کېنو او نور پنځه څلويښت نوعې نندارې ته وړاندې کړې وې.

نوموړي وويل، لا هم هر کال د سل ميليونه ډالرو په لګښت هېواد ته ستروس وارديږي او زياته يې کړه چې سږکال به پنځلس سوه جريبه ځمکه کې نور بڼونه جوړ کړي او د خودکفايۍ په موخه اړتيا ده چې پنځه ويشت زره جريبه ځمکه کې باغونه جوړ شي.

د کرنې رييس وويل، پلان لري راتلونکي کال کې هغو بزګرانو سره د بڼوالۍ برخه کې مرستې وکړي چې تر پنځلس جريبه ډېره ځمکه ولري.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل چې د دغه ولايت پر ۶۸۰۰ جريبه ځمکه د ستروسو بڼوڼه جوړ شوي او سږکال يې د څلور سوه نهه ويشت میليونه افغانيو په ارزښت ۱۱ زره ټنه حاصل ورکړی دی.

نوموړي د کرنې ادارې، کرنيزو بنسټونو او باغدارانو څخه مننه وکړه، چې په هڅو يې په دغه ولايت کې د ستروسو بڼونه او حاصلات زيات شوي دي، همدا راز باغدارانو ته يې د لازمو همکاريو ډاډ ورکړ.

د ننګرهار والي دغه راز له بزګرانو وغوښتل چې په بڼوالۍ پانګونه وکړي او هيله يې وښوده چې په راتلونکې کې په دې برخه کې په ځان بسيا شو.

ننګرهار يو له مهمو کرنيزو ولايتونو دی چې په ځانګړي توګه د ستروسو حاصلات يې ښه نوم لري.