Language

کابل (پژواک ۳۰ لیندۍ ۹۹) : د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوتده سیمه کې د چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د لیندۍ په ۳۰ مه پژواک ته وویل چې د ماین دا چاودنه نن ماسخوتن مهال په اوه نیمو بجو د پنځم  حوزې د کوټه سنګي (میرویس میدان) په سیمه کې شوې وه.

هغه زیاته کړه چې د چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او یو پولیس ټپی دی.

فرامرز وایي چې پولیسو په سیمه کې دوه نور ماینونه کشف او شنډ کړل.

ددې چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دیادونې وړه ده چې نن سهار د پنځم  حوزې خوشحال خان سیمه کې د یوموټر بم.برید کې اته تنه وژل شوي وو.

Related Topics