متحده عربي اماراتو، د افغانستان په هلمند ولایت کې د «پرتکا» کانال د پروژې مالي لګښت ورکړی دی. د دغې پروژې له پلي کولو موخه دا ده چې په افغانستان کې کرنه او ورسره د خلکو اقتصاد وده وکړي.
دغه کانال – چې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې موقعیت لري- ۱۸ کیلومتره اوږد او څلور متر پلن دی او دوه نیم متره ژوروالي لري. د کانال د جوړولو چارې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په دویمه میاشتې کې بشپړې شوې دي. د هلمند له اصلي سیند څخه کانال ته د بهېدونکو اوبو سرعت 383 m3/sec دی او د کانال په دواړو غاړو کې د ۱۲۰۰ مترو په اوږدوالي سړکونه هم جوړ شوي دي.
دغه راز د دغې پروژې فرعي کانالونه یو عشاریه پنځه متره پلن او یو متر ژور او تر څنګ یې دوه د پلي تګ پلونه او دوه د موټرو پلونه هم د څلور مترو په اوږدوالي سره جوړ شوي دي.
له سیند څخه د کانال اصلي دروازې ته د اوبو بهیر د کنټرول وسیله هم نصب شوې او د سیند په اوږدو کې څلور متره لوړ او یو متر پلن دیوال جوړ شوی، تر څو د کانال اضافي اوبه سیند ته مخه کړي. دغه راز یو بل دیوال جوړ شوی ترڅو د سېلابونو یا طوفاني بارانونو له خطر څخه د کانال ساتنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې له یادې پروژې څخه (۹۵۰) کورنۍ ګټه پورته کوي. د پرتکا کانال فرعي کانالونه (۳۰۰) کروندو ته اوبه رسوي. په همدې اساس، دغه کانال د بزګرانو د لګښتونو په سلو کې ۵۰ کمولو کې مرسته کړې؛ ځکه بزګرانو د هلمند له سیند څخه ځینو کروندو ته د اوبو د پمپولو لپاره د تېلو له پمپونو څخه کار اخیست.
د دغې پروژې په پلي کېدو سره د سیمې د بزګرانو په کرنیزو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
Views: 230
تماس با ما
خبرنامه
ارسال گزارش
اپلیکیشن موبایل پژواک