ښرنه (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د پکتيکا يو شمېر د دوولسمو ټولګيو فارغين او محصلين په دې ولايت کې د پوهنتون او يا د نورو پوهنتونونو د څانګو د پرانيستلو غوښتنه کوي.
دوى وايي، چې په خپل ولايت کې پوهنتون نه لري او نورو ولايتونو ته د اقتصادي ستونزو له امله زيات شمېر محصلين نه شي تللى او له همدې امله له دوولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته له لوړو زده کړو بې برخې کېږي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي رحيم خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شپږ کاله مخکې له دوولسم ټولګي فارغ شوى، خو د اقتصادي ستونزو له امله ورڅخه لوړې زده کړې پاتې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په خپل ولايت کې پوهنتون نه لري او دومره وس او توان هم نه لري چې په نورو ولايتونوکې لوړې زده کړې وکړي.
دى وايي: ((نه يواځې زه، بلکې د پکتيکا ډېرى د دوولسمو ټولګيو څخه فارغ زده کوونکي د ورته ستونزو له امله له لوړو زده کړو څخه بې برخې دي.))
د اورګون د باليشو لېسې څخه فارغ سيدضياالرحمن هم د اقتصادي ستونزو او په خپل ولايت کې د پوهنتون د نشتوالي له امله له لوړو زده کړو څخه بې برخې پاتې دى.
نوموړى وايي، چې په پکتيکا کې ډېر شمېر د لېسو زده کوونکي د زده کړو ترڅنګ دوکانداري يا نور کارونه هم کوي او که له فارغېدو وروسته نورو ولايتونو ته ځي، کورنۍ يې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
هغه زياته کړه، چې که په پکتيکا کې پوهنتون ورته جوړ شي، د لېسې د دورې په څېر به محصلين د لوړو زده کړو ترڅنګ شخصي کاروبار هم وکړاى شي.
په ښرنه کې د علي بابا لېسې مدير عبدالله خان، چې له تېرو شلو کلونو راهيسې په ياده لېسه کې د ښوونکي او مدير په توګه دنده ترسره کوي پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو کلونو کې په سلګونو زده کوونکي له يادې لېسې څخه فارغ شوي دي.
د هغه په وينا، ډېر شمېر زده کوونکي تر فراغت وروسته د اقتصادي ستونزو له امله له لوړو زده کړو بې برخې کېږي او ډېر لږ شمېر يې د لوړو زده کړو موسسو ته ځي.
د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي هم د زده کوونکو ياده غوښتنه سمه او پر ځاى بولي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس عطامحمد قانع په پکتيکا کې د پوهنتون جوړېدل، د پکتيکا د زده کوونکو حق بولي او د پوهنتون نه شتون يې د زده کوونکو لپاره لويه ستونزه ياده کړه.
نوموړي پژوک اژانس ته وويل، چې دوى دغه ستونزه له ولسمشر حامدکرزي سره شريکه کړې او هغه هم په دغه ولايت کې د اريانا پوهنتون د يوې څانګې د پرانيستلو ژمنه وکړه.
د هغه په وينا، دوى هم په دې هڅه کې دي چې په پکتيکا کې پوهنتون يا د پوهنتون کومه څانګه پرانېزي او وخت پر وخت يې په دې اړه له اړوند چارواکو سره خبرې کړې دي.
ده زياته کړه، چې د اريانا پوهنتون د څانګې په پرانيستلو سره به د پکتيکا د زده کوونکو ستونزه هواره شي او زده کوونکي به يې د نورو ولايتونو له مسافريو هم خلاص شي.
د يادونې ده، چې د کانکور په تېره ازموينه کې د پکتيکا ګڼ شمېر زده کوونکي بېلابېلو پوهنتونونو ته بريالي شول، خو ښايي د اقتصادي ستونزو له امله خپلې لوړې زده کړې ترسره نه کړاى شي.