واشنګټن، کابل ( پژواک ٣٠ لړم ٩١ ) : امريکا وايي ، چې د افغانستان ملي حاکميت ته ژمنه ده ، خو له افغان دولت يې هم وغوښتل ، چې د بګرام د تړون په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
دغه څرګندونې په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر او په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې کړې دي.
امريکا دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې ولسمشر حامد کرزي وړمه ورځ په ارګ کې د عدلي او قضايي غونډې پرمهال پر امريکا سخته نيوکه وکړه، چې د بګرام زندان په اړه شوى هوکړه ليک يې نه دى عملي کړى.
د ولسمشر حامد کرزي وياند اېمل فيضي هم پرون ديوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه، چې امريکا د بګرام په زندان کې په ناقانونه توګه لسګونه بنديان ساتلي، چې محکمو ورته برائت ورکړى دى.
هغه زياته کړه، چې په بګرام زندان کې د امريکايي ځواکونو لخوا د افغان بنديانو ساتل ددې زندان په اړه له شوې هوکړې ښکاره سرغړونه او د افغانستان د ملي حاکميت نقضول دي.
خو امريکا وايي، چې د افغانستان ملي حاکميت ته ژمنه ده ، خو له افغان دولت يې هم وغوښتل ،چې د بګرام د تړون په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند ډګروال کولنز تهوماس د لړم په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هېواد يې دافغانستان ملي حاکميت ته بشپړ احترام لري .
هغه زياته کړه : (( موږ د بګرام زندان په اړه د شوې تفاهمنامې له مخې ، ګډو مسووليتونو ته ژمن يو.))
افغان او امريکايي چارواکيو د تېر لمريز کال د کب مياشتې په ١٩مه، هوکړه وکړه، چې د بګرام زندان ټولې چارې او بنديان افغان دولت ته وسپاري، چې له مخې يې د روان کال د وږي په ٢٠ مه، د دغه زندان چارې افغان لوري ته وسپارل شوې، خو چارواکي وايي ،چې لا هم ځينې کسان له امريکايانو سره بنديان دي.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د بګرام په زندان کې له ٦٠٠ ډېر افغان بنديان د امريکايي ځواکونو په توقيف کې دي،چې د شوې هوکړې له مخې، بايد افغان لوري ته سپارل شوي واى.
يادې امريکايي سرچينې ويلي، چې د بګرام په اړه شوي تړون کې د افغان ولس، افغان ملي ځواکونو او نړيوالو ځواکونو د امنيت خوندي ساتلو په موخه دوه اړخيزې ژمنې شوې دي .
ډګروال تهوماس وايي ، چې ددې هوکړه ليک له مخې، بنديان بايد تر هغه پورې په بند کې وساتل شي، تر څو دا ډاډ ترلاسه شي، چې هغوى يو ځل بيا د جنګ ډګر ته ونه ګرځي.
د امريکايي ځواکونو دغه وياند وويل، چې حکومت يې له افغان چارواکو سره ددې موضوع په اړه په ګډه کار کوي، څو ورته د حل يوه لاره پيدا شي.
هغه زياته کړه : (( موږ باوري يو، چې په دې کار کې به بريالي شو.))
بلخوا په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وېکټوريا نولينډ هم ويلي، چې هېواد يې د بګرام هوکړه ليک ته ژمنه ده، خو له کابل يې هم وغوښتل، چې په دې اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
نوموړې زياته کړه : (( موږ بايد دا يقيني کړو، چې افغان ځواکونو ته د بنديانو تر سپارلو وروسته دواړه خواوې ددې هوکړه ليک په اړه خپل مسووليتونه بشپړ کړي.))
د هغې په وينا، امريکا ژمنه ده، چې د بګرام په اړه شوې ژمنې عملي کړي ، خو د امريکا دبهرنيو چارو وزارت وياندې دا په ډاګه نه کړه، چې د کرزي حکومت په دې اړه خپلې کومې ژمنې نه دي پلې کړي.
وېکټوريا نولينډ داهم ويلي ، اوس هم يو شمېر قضيې شته، چې له افغان چارواکو سره په ګډه پرې په دوامداره توګه کار کېږي .
Views: 1
تماس با ما
خبرنامه
ارسال گزارش
اپلیکیشن موبایل پژواک