Language

د کندهار چارواکي: وسلوال مخالفين دې له واکسيناتورانو سره سياسي چلند نه کوي

 کندهار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩١): د کندهار چارواکو له له وسلوالو مخالفينو څخه وغوښتل، چې له واکسيناتورانو سره دې سياسي چلند نه کوي.

 دا څرګندونې د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وکړې.

 هغه زياته کړه، وسلوال طالبان دې پرېږدي چې واکسيناتوران دغه بشري او روغتيايي کمپاين په ارامه فضا کې ترسره کړي.

 نوموړي دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې په کندهار او هلمند کې د پوليو يا ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې درې ورځنى کمپاين پيل شو، چې پر مهال به يې له پنځو کلونو څخه کم عمره زرګونه ماشومان واکسين شي.

 د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د نهمې ناحيې اړوند په يوه روغتيايي مرکز کې دغه کمپاين، نن د يوه ماشوم په خوله کې د واکسين د دوو څاڅکو په ورکولو سره پيل کړ.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېر کال کې په کندهار، هلمند او اروزګان ولايتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ٢٤ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ١١ يې په کندهار، ١١ يې په هلمند او دوه يې په اروزګان کې وې.

 پخلا زياته کړه، د هېواد په کچه ٣٧ مثبتې پېښې ثبت شوي، نو ځکه په سوېل کې لا ډېر کار ته اړتيا ده، چې دغه حالت کابو شي.

 د ده په خبره، په روان درې ورځني کمپاين کې به د هلمند او کندهار ٢٤ ولسوالۍ د اته زره رضاکارانو پر مټ تر پوښښ لاندې راولي، چې پر مهال به يې د ٩٠٨زره ماشومان ته د فلج يا ګوزڼ ضد واکسين ورکول شي.

 د يادونې وړ ده، چې دا په سوېلي زون کې د ٢٠١٣ زېږديز کال له پيل وروسته د پوليو د واکسين لومړى پړاو دى.

Related Topics