Language

 کندهار، خوست (پژواک ٧ کب ٩٢): په کندهار ولايت کې د ولسمشرۍ د کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي په ملاتړ غونډه جوړه شوه او بل پلو په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ د بل  کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين دفتر پرانيستل شو.

 د ګل اغا شېرزي په ملاتړ غونډه د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د هغه تر څنګ په کې د هغه دوو مرستيالانو، زرګونو نارينه وو او ښځينه وو، قومي مشرانو او نورو ګډون کړى وو.

  د ولسمشرۍ دغه کانديد خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل، که د هېواد ولسمشر شي، نو له مخالفينو سره به سوله وکړي، ښه حکومتوالي به رامنځته کړي او عدالت به پلى کړي.

 هغه دغه راز وويل، داسې ډېر ولايتونو شته چې اوسنۍ ادارې ورته هيڅ کار نه دى کړى.

 ده د بېلګې په توګه دايکنډي ولايت ياد کړ او ويې ويل چې د اوسنۍ ادارې په تېره ١٢ کلنه دوره کې  يو کيلومتر سړک هم نه دى پوخ شوى.

 د نوموړي په وينا، که بريالى شي، نو په ټول هېواد کې به عمراني او د بيارغونې چارو ته ځانګړې پاملرنه کوي او دغه راز به له هغو وزيرانو سره محاسبه وکړي، چې  په خپله کاري دوره کې يې په اړوندو برخو کې کار نه دى کړى.

 دغې غونډې ته د بېلابېلو قومونو په استازيتوب  قومي مشرانو هم خبرې وکړې او له شېرزي څخه يې د دې لپاره ملاتړ اعلان کړ، چې ګواکې په کندهار او ننګرهار کې يې د بيارغونې ګڼ کارونه کړي دي.

 شېرزى ،د حامد کرزي په حکومت کې د څو کلونو لپاره  لومړى په کندهار او بيا په ننګرهار کې د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.

 د ټاکنيزو مبارزو له پيل راهيسې، په کندهار کې دا لومړى ځل دى، چې د ولسمشرۍ يو کانديد په خپله کمپايني غونډه کې ګډون کوي.

 بل پلو په کندهار کې نن د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز کمپاين دفتر هم پرانيستل شو ، چې په مراسمو کې  د سوېلي زون لپاره د هغه د کمپاين مسوول عبدالخالق کندهاري او نورو ګډون کړى و.

 کندهاري پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم په دغه ولايت کې د ملي ايتلاف اړوندو ګوندونو مخکې خپل دفترونه پرانيستي وو، خو نن د ټاکنيز کمپاين دفتر هم رسماً پرانيستل شو.

 هغه په کندهار کې د کمپاينونو د امنيت ساتنې په برخه کې له امنيتي ارګانونو  مننه وکړه، چې د هغوى د امنيت چارې سمبالوي، خو ټينګار يې وکړ، چې امنيتي ځواکونه  بايد بې طرفه پاتې شي.

 د ده  په وينا، د ولسمشرۍ  کانديد عبدالله عبدلله د سيمې له  حالاتو سره ښه بلد دى او که په ټاکنو کې بريالى شي، نو کولاى شي د هېواد د ثبات، بيارغونې او حکومتوالۍ په برخه کې بنسټيز کارونه وکړي.

 تر دې څو ورځې وړاندې، په کندهار  کې د ولسمشر د بل کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين دفتر هم پرانيستل شو.

 د دې ترڅنګ نن په خوست ولايت کې هم د ولسمشرۍ د  کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز کمپاين دفتر د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شو، چې شاوخوا دوه نيم سوه کسانو په کې ګډون کړی و.

 په دې پرانست غونډه کې پر يو شمېر قومي مشرانو سربېره، د مدني ټولنې غړو، محصلينو او د ډاکټر عبدالله ځينو نورور ملاتړ کوونکو ګډون کړی و.

 په خوست کې د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز کمپاين د دفتر مسوول ډاکټر محمد ابراهيم مشفق د عبدالله د حکومت د پلانونو، کړنو او موخو په اړه د غونډې ګډونوالو ته  معلومات ورکړل او ويې ويل ، چې  رايه ورکول او ځان کانديدول د هر چا حق دی او هر څوک بايد هغه څوک غوره کړي، چې ښه کاري پلانونه ولري.

 ډاکټر مشفق زياته کړه، تر اوسه پورې په هېواد کې داسې يو څوک نه دى پيدا شوى، چې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کښېږدي.

 د ده په وينا، سالمې ټاکنې هغه وسيله ده، چې کولای شي په هېواد کې روانې شخړې او ستونزې ختمې کړي.

 يادې شوې غونډې ته يو شمېر نورو ځوانانو خبرې وکړې او له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه يې د ملاتړ څرګندولو تر څنګ پر نورو خلکو غږ وکړ، چې په راتلونکو ټاکنو کې ډاکټر عبدالله ته رايه ورکړي.

  د ولسمشرۍ د يوولسو کانديدانو له ډلې څخه تر اوسه  په خوست کې يواځې قطب الدين هلال، ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو دفترونه پرانيستي دي.

 

Related Topics