زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

ولسمشر غني: هر ولایت ته دې له اساسي قانون سره سم یو ډول پاملرنه وشي

25 Jul 2020 - 21:34
25 Jul 2020 - 21:34

کابل (پژواک، ۴ زمری ۹۹): ولسمشر غني سپارښتنه وکړه چې له اساسي قانون سره سم دې هر ولایت ته یو ډول پامل نه وشي او په دولت کې مسلکي او وړ کسان د هغو کسانو پر ځای وګومارل شي چې ظرفیت نه لري او کار نه کوي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې نن له ارګه پژواک خبري اژانس رالېږل شوې ده، ولسمشر غني نن له غرمې وروسته د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون له رییس نادر نادري و د یاد کمېسیون له کمېشنرانو سره په ارګ کې ولیدل.

د یاد کمېسیون رییس او کمېشنرانو د ګومارنو، ازموینو او د ملکي خدمتونو له ادارو د ارزونې، د بشري قوې وضعیت، تعیینات، څارنه او د ادارو د موخو پلې کولو لپاره د کارکوونکو د سویې ثبت، د دندو د لایحې د کار برخې او د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو په اړه د خپلو ارزونو راپور وړاندې کړ.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې ناسته کې یې د بایومټریک پلي کولو، د خالي بستونو لپاره د وخت د اعلان، د مقررو او لایحو وروستي کولو، د ولایتي ادازو د واک پر ډول، د بشري منابعو پیاوړتیا او د بنسټونو د جوړښت پر تنظیم خبرې وکړې.

ولسمشر د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل چې اداري فرهنګ دې رامنځته شي چې خدمت محوره وي او خلکو ته د خدمت لپاره دې وړ کادرونه وګومارل شي چې نظام ته ژمن وي نه زورواکو ته.

غني وویل: "قانون محوره فرهنګ دې وده وکړي او د ادارو کړنې دې قانوني شي."

هغه زیاته کړه چې له ولایتونو سره دې یو ډول چلند ترسره شي او د دولتي ادارو سرچینو وېش دې د یوه ملي لید پر اساس ترسره شي، افغانستان شموله برنامې دې عملي شي او ادارې دې د ملي یووالي تمثیلوونکې وي او په ادارو کې دې بې تفاوتي او بې مسوولیتي له منځه ولاړ شي.

ولسمشر د دې په ویلو سره چې د پوهنې وزارت خالي بستونه دې ټولو ږلایتونو ته په عادلانه ډول ووېشل شي، وویل: "له اساسي قانون سره سم دې ټولو ولایتونو ته یو ډول پام وشي او پوهنې وزارت دې مکتب محوره شي."

ولسمشر څرګنده کړه چې د هېواد محرومو سیمو ته دې پاملرنه وشي او ادارې باید تحرک ولري، د ازموینې ډول باید داسې وي چې دولت ظرفیتونه جذب شي او وړ او لایقه خلک د هغو کسانو پر ځای وکومارل شي چې کار نه کوي او ظرفیت نه لري.

login or register a new account.

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر
خروج از نسخه موبایل