زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

مشرانو جرګې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال لپاره د ملي بودجې طرحه تایید کړه

مشرانو جرګې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال لپاره د ملي بودجې طرحه تایید کړه

author avatar
29 Nov 2020 - 15:45
مشرانو جرګې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال لپاره د ملي بودجې طرحه تایید کړه
author avatar
29 Nov 2020 - 15:45

کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۹): مشرانو جرګې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال لپاره د ملي بودجې طرحه د ځینو وړاندیزونو په وړاندې کولو سره تایید کړه او ټاکل شوې چې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته واستول شي.

حکومت د راتلونکي مالي کال بودجه چې ۴۵۲ میلیاره افغانۍ ده؛ ۲۹۵ میلیارده افغانۍ عادي او شاوخوا ۱۵۷ میلیارده افغانۍ پراختیایي بودجه ده، د لړم په ۱۸ مه مشرانو جرګې ته وړاندې کړې وه. د افغانستان مالي کال د مرغومي له لومړۍ نېټې پیلېږي.

د مشرانو جرګې د اقتصادي، مالي او بودجوي کمېسیون رییس مولوي عبدالوهاب عرفان، چې نن یې د راتلونکي مالي کال لپاره د بودجې د طرحې په اړه د جرګې غړو ته معلومات ورکول، وویل چې د بودجې مسوده د ملي لومړیتوبونو او شته امکاناتو پراساس د مالي پلان جوړولو کړنالارو او اصلاحاتو یوه کتنه چې تېرکال ترسره شوې وه، چمتو شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د راتلونکي کال د بودجې په سند کې ۵۱۵ تر کار لاندې پروژې او پروګرامونه او ۱۸ نويو پروژو ته ځای ورکړل شوی دی.

عرفان وویل چې د بودجې په اړه د دغې جرګې د غړو نظرونه او وړاندیزونه په ۲۱ پاڼو کې ترتیب شوي، چې په هغه کې یو شمېر ملي او عام المنفعه پروژې چې حکومت د بودجې په طرحه کې نه وې ځای پر ځای کړې، په پام کې نیول شوې دي.

د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال د بودجې طرحې د وړاندې کولو پر مهال مشرانو جرګې ته ویلي و چې د راتلونکي مالي کال له ټولې (عادي او پراختیایي) بودجې، ۲۱۶ میلیارده افغانۍ له کورنیو عوایدو او د نړیوال وجهي صندوق د پور په ګډون پاتې پیسې یې له بهرنیو سرچینو تمویلېږي.

د هغه په ​​وینا، ۷۳ سلنه عادي او لس سلنه پراختیایی بودجه له کورنیو عوایدو او پاتې نوره برخه یې د نړیوالې ټولنې له خوا تمویلیږي؛ خو که کورني عایدات سم مدیریت شي؛ تر راتلونکو څو کلونو افغانستان کولای شي خپله عادي بودجه له کورنیو عوایدو څخه تمویل کړي.

د مالیې سرپرست وزیر ویلي چې د راتلونکي کال لپاره د بودجې په طرحه کې؛ د هېواد د اوبو د سرچینو مدیریت، په ۴۳ بندونو، کانونو، په عدلي او قضایي برخو کې د کارکوونکو او د هغو په ساختماني چارو کې د ظرفیت پر لوړولو کار کول لومړيتوبونه دي، په يوه کال کې لس میلیونه وګړو ته د برېښنایي پېژندپاڼو وېش، د زیربناوو، چاپېریال، کرنې او مالدارۍ او د نورم او ستندرد لپاره د اړتیا وړ وسايل ورکړل شوي دي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د بودجې طرحه نن د جرګې د غړو په وړاندیزونو سره د خلکو د استازو رایې اچونې ته وړاندې کړه او د رایو په اکثریت تایید شوه.

د اساسي قانون د ۹۸ مادې له مخې، د دولت بودجه او پراختیايي پروګرامونه مشرانو جرګې او پر هغه له نظر او مشورې وروسته ولسي جرګې ته وړاندې کېږي.

Views: 6

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر