خوست (پژواک ٥ لړم ٩٠): په خوست کې دوه ماين خښوونکي وژل شوي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.
په خوست ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ لوا د عامه اړيکو مسوول ډګروال شاهسوار نن (د لړم ٥ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ګډو ځواکونو تېره شپه د صبريو په ولسوالۍ کې يو ماين خښوونکی وژلی او درې نور يې ژوندي نيولي دي.
نوموړی وايي، چې دغه کسان د صبريو-باک ولسواليو پر عام سړک د ماين په خښولو بوخت وو، چې د ګډو ځواکونو له لوري په نښه شول.
د هغه په وينا، وژل شوی تن د ايتلافي ځواکونو له خوا په هوايي بريد کې ويشتل شوى دى.
ډګروال شاهسوار زياته کړه، چې نيول شوي کسان دغه مهال په خوست کې له ايساف ځواکونو سره دي.
د صبريو ولسوالۍ يو اوسېدونکى سيد ولي وايي، چې پرون ماښام د ملي اردو، پوليسو او ايتلافي ځواکونو يو ماين خښوونکی وواژه او درې نور يې له ځان سره بوتلل.
نوموړي د وژل شوي او نيول شويو کسانو په اړه نور معلومات ور نه کړل.
د يوه بل خبر له مخې،د خوست د ګربزو ولسوالۍ د شېخ امير په سيمه کې يو ماين خښوونکی د خپل ماين د چاودنې له امله وژل شوی دى.
د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند زيارت ګل پژواک اژانس ته وويل، چې دغه تن تېره شپه لس بجې په ياده سيمه کې وژل شوی دى.
نوموړي زياته کړه، چې دغه تن پرلويه لاره کې ماين خښاوه، چې خپل ماين پرې وچاودېد او ووژل شو.
د ده په خبره، چې د وژل شوي تن مړی يې ولسوالۍ ته راوړى، خو تر اوسه يې هويت نه دی په ډاګه شوی.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن