غزني ښار (پژواک ١٠ لړم ٩٠): د کليو د پراختيا وزارت په غزني کې د پراختيايي پروژو له لارې شپږ ميليونه ډالر لګوي.
په همدې موخه د غزني د کليو د پراختيا رياست په نوښت له پراختيايي شوراګانو سره په يو ورځني ورکشاپ کې د پروژو د ښې اغېزمنتيا او همغږۍ په اړه خبرې وشوې.
د غزني د کليو د بيارغونې او پراختيا چارو رييس غلام سنايي مايل نن (د لړم ١٠مه) پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پروګرام د سيمه ييزې پرمختيايي ملي پروګرام له خوا ترسره کېږي، چې ١٥ پراختيايي پروژې په کې شاملې دي.
د هغه په خبره، دغه پروژې د غزني ولايت په مرکز او په ولسواليو کې پلې کېږي، چې د سړکونو پخول، د څښاک اوبه، استنادي دېوالونه او د روغتيا په برخه کې د خدمتونو وړاندې کول په کې شامل دي.
نوموړي دغه پروګرام خورا اغېزمن وباله او زياته يې کړه، چې د خلکو او دولت تر منځ به واټن راکم شي او له سيمه ييزې پرمختيا سره به د خلکو اقتصاد وده وکړي.
مايل وويل، چې اوس مهال دغه پروګرام د غزني د مرکز په ګډون د ده يک، خواجه عمري، جاغوري، مالستان او ناور په ولسواليو کې پلي کېږي.
په سوېل ختيځ زون کې د سيمه ييزي پرمختيا د پروګرام مرستيال عبدالمالک احمدزي وويل، چې په پام کې لري دغه پروګرام پراخ کړي.
نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال يې د غزني مرکز په ګډون په اتلسو ولسواليو کې پراختيايي شوراګانې جوړې کړې دي، چې په مرسته به يې د خلکو اړتياوو ته په پام سره ګټورې پروژې پلې کړي.
د هغه په وينا، د ٢٠١٢ کال لپاره په غزني کې اوولس نورې پروژې پلې کوي، چې د مرکز په ګډون څو نورې ولسوالۍ به هم په کې شاملې شي.
د خواجه عمري د پرمختيايي شورا رييس عبدالسمېع د ملي پيوستون د پروګرام په څېر د سيمه ييزې پرمختيا پروګرام هم ګټور بولي.
هغه زياتوي، چې دغه پروګرام کولاى شي د لريو کليوالي سيمو د اوسېدونکو اړتياوې راکمې کړي او د کار کولو زمينه هم ورته برابره کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه ولايت کې ناامني د يادو شويو پروژو د پلې کېدو پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن