چاریکار (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): څو شېبې مخکې د کابل د قره باغ ولسوالۍ په مرکز کې چاودنه وشوه.
د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي شېبه مخکې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن (د لړم ٢٤مه) له غرمې مخکې په ١١بجو او ١٥دقيقو رامنځته شوه.
د ده په خبره،د دوى لومړني معلومات ښيي، چې چاودنه د هغه مقناطسى ماين له امله رامنځته شوې، چې د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ په سرف موټر کې ځاى پرځاى شوى و.
صديقي زياته کړه، کوم معلومات چې دوى ته ور رسېدلي، په دې چاودنه کې د موټر د چلوونکي په ګډون څلور تنه ټپيان شوي، خو کره شمېره يې لا نه ده څرګنده.
سرچينې زياته کړه، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن