غزني (پژواک ۳۰ لړم ۹۰): د غزني مرکز اړوند د شالیز په سیمه کې د وسله والو طالبانو یو سرګروپ، چې ويل کېږي د غزني ښار په نا امنيو کې يې لاس درلود ووژل شو.
د دغه ولايت د ملي امنیت رییس سید امیرشاه سادات د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسله والو طالبانو دغه سرګروپ له نړیوالو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
نوموړی وایي، دغه سرګروپ ملا عبدالوکیل نومېده او د غزني د ښار امنیت په ګډوډولو کي یې لوی لاس درلود.
د ده په وینا، ملا عبدالوکیل شاوخوا شل وسله وال کسان درلودل او په سیمه کې يې ماين چاودنې او وسله والو بریدونه ترسره کول.
شالیز کلی د غزني له ښار څخه شاوخوا اته کلیومتره لري سوېل ختیځ ته د اندړو له نا امنې ولسوالۍ سره ګډه پوله هم لري.
خو په غزني کې د ملي امنيت يوه بله سرچینه، چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، وایي، چې ملا عبدالوکیل درې ورځې مخکې د نړیوالو ځواکونو له لوري ژوندی ونیول شو او تېره ورځ پولیسو ته وسپارل شو.
د دې سرچينې په وینا، پولیسو غوښتل ملا عبدالوکیل مرکز ته ولېږدوي، چې د لارې په اوږدو کې يې له يوه پوليس څخه د وسلې اخيستو هڅه کوله، چې د بل پوليس له لوري پرې ډزې وشوې او ووژل شو.
د ملا عبدالوکیل مړی اوس د غزني په ملکي روغتون کې دی.
طالبانو تر اوسه د ملا عبدالوکيل د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملي اردو سرتېرو په غزني کې د طالبانو د مالي مسوول د نیولو خبر ورکړی و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن