کابل (پژواک ١١ ليندۍ٩٠): د هېواد د پنځو زونونو د کرکټ کلبونو تر منځ د يوې ورځنۍ کرکټ سياليو په ترڅ کې د امو او بند امير لوبډلو خپلو سيالانو ته په ماتې سره برياوې ترلاسه کړې.
د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه سيالۍ د ليندۍ په ۶مه د ننګرهار ولايت د غازي امان الله خان په نړيوال او د مارکو په لوبغالو کې پيل شوې دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د ليندۍ په ١٠مه، د دغو سياليو په پنځمه ورځ دوه لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ يې د امو او سپين غر لوبډلو تر منځ وه.
امو لوبډلې پچه وګټله او سپين غر ته يې د لوبې بلنه ورکړه.
سرچينه کاږي، چې د سپين غر لوبډلې په ټاکل شويو ۴۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د۱۸۳ منډو هدف وټاکه.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د امو لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانې سره، په ۲۲م اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
خبرپاڼه کې زياته شوې، چې دويمه لوبه، تېره ورځ د مس عينک او بند امير لوبډلو تر منځ ترسره شوه.
د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې، پچه د بند امير لوبډلې وګټله او لومړی يې په خپله لوبه پيل کړه، چې په ۴۰ اورونو کې يې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې جوړې کړې او مقابل لورې ته يې د ١٧٥ منډو هدف وټاکه.
د مس عينک لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله يې په ۳۳م اوور کې پر ۱۱۰ منډو وسوځېده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن