ترينکوټ (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): د اروزګان په چوره ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه عام وګړي ووژل شول.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د ليندۍ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه، نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو وشوه.
هغه زياته کړه، چې د ملکي وګړو يو موټر د چورې ولسوالۍ د سراب په سيمه کې د سړک غاړې پر يوه ماين وربرابر شو، چې له امله يې دوه ښځې او درې ماشومان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
عايل وايي چې په ټپيانو کې دوه ماشومان، يوه ښځه او نور نارينه دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د امنيه قوماندانۍ وياند د دې چاودنې مسووليت پر وسله والو مخالفينو واچاوه او ويې ويل، چې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن