فراه (پژواک ٦ مرغومى ٩٠): د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې دوولس وسله وال طالبان او اوه تنه شکمن ونيول شول او يوه اندازه چاودېدونکي توکي او وسلې هم ترلاسه شوي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمدغوث مليار نن (د مرغومي ٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملي پوليسو، اردو او د ملي امنيت ځواکونو تېره ورځ هغه مهال د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سيمه کې عمليات ترسره کړل، چې طالبان د بريد په موخه په يوه سيمه کې راټول شوي وو.
مليار زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د دوو سرګروپانو په ګډون ١٢ طالبان او اوه تنه شکمن نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړه، چې نيول شويو کسانو په خپل اعتراف کې ويلي، چې دوى په فراه کې د دوو وتلو طالب قوماندانانو ملا نورعلي او ملا کلاخان کسان وو.
د مليار په وينا، په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
د فراه د والي مرستيال محمد يونس رسولي وويل، چې د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک سيمې خلک له دولت سره همکاري لري او طالبانو غوښتل، چې دغه سيمه نارامه کړي.
د يوه بل خبر له مخې، د فراه پوليسو په بالابلوک ولسوالۍ کې له يوه پټنځايه يوه اندازه چاودېدونکي توکي، مهمات او وسله کشف او ترلاسه کړې ده.
د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وويل، چې پوليسو ٤٥ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، څلور راکټونه، ٨ لاسي بمونه، څلور ريموټ کنټرولونه، دوه مخابرې او د سپکو وسلو څه باندې زر مرمۍ د بالابلوک د شيوان د سيمې په يوه باغ کې کشف کړې دي.
هغه وويل، چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي او نه يې هم په اړه طالبانو څه ويلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې مياشتې په ١٧مه په دې ولسوالۍ کې د ورته عملياتو په پايله کې اوه وسله وال طالبان و وژل شول، اوه ميله کلاشينکوفونه، يو ميل پيکا، ١٢٠ کيلوګرامه ترياک او نږدې د يو ټن په اندازه مهمات او چاودېدونکي توکي د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلل.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن