کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د افغانستان په سوېل کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېرى يې پرون د افغانستان په سوېل کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.
خو د ايساف خبرپاڼې د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.
بايد و ويل شي، چې په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
په نوي ٢٠١٢ زېږديز کال کې د ناټو دغه لومړنى سرتېرى و، چې وژل کېږي، تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن