کابل (پژواک ٩ کب ٩٠): صنعتي ټولنې او سوداګر له افغان دولت څخه د غاليو صنعت ته، چې په تېرو شپږو کلونو کې يې په توليد او صادراتو کې ٧٥ سلنه کموالى راغلى ، د پاملرنې غوښتنه کوي .
دکابل د توليدي او صادراتي غاليو ټولنې مشر محمد هادي حسيني د افغانستان د صنعت کارانو د سراسري ټولنې له مشر او ځينو سوداګرو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل ، چې په ١٣٨٤ کال کې په هېواد کې نږدې ١،٦ ميليونه متر مربع غالۍ اوبدل شوې او بهرنيو هېوادونو ته صادرې شوې وې .
خو دده په وينا، په ١٣٨٩ کال کې د غاليو د توليد کچه نږدې ٣٨٣ زره متر مربع ته رالوېدلې ده .
حسيني وويل ، چې د افغاني غاليو د توليد او صادراتو کچې کمېدل کورني او بهرني عوامل لري .
د هغه په وينا، په هېواد کې د غاليو له صنعت څخه د ملاتړ وجهي صندوق ، د خصوصي سکتور ترمنځ د اړينې همغږۍ،ددولت لخوا دڅرګندې حمايوي تګلارې، مناسبو صنعتي پارکونو، ترانسپورټي اسانتياوو او برېښنا نه شتون ، هغه کورني عوامل دي، چې د افغاني غاليو پر صنعت يې منفي اغېز کړى دى.
دغه راز د سرچينې د څرګندونو له مخې، د نړۍ د سترو هېوادونو اقتصادي بحران او په بهر کې د هغو ډولي توکيو د توليد زياتوالى ، چې د غاليو پر ځاى کارول کيږي،د افغاني غاليو د بازار د خرابوالي بهرني عوامل دي .
هغه له دولت څخه وغوښتل ، چې يادو ستونزو ته په پام سره د افغاني غاليو صنعت ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
دکابل د توليدي او صادراتي غاليو ټولنې مرستيال عبدالهادي فرزام وويل ،د غاليو صنعت کاران غواړي ، چې د وزيرانو شورا په اقتصادي کمېټه کې استازى ولري ، په هېواد کې د غاليو له صنعت څخه د ملاتړ په موخه وجهي صندوق جوړ او بهرنۍ مرستې راجلب شي.
دغه راز هغه له دولت څخه وغوښتل ، چې په کابل کې په اړينو اسانتياوو برابر د غاليو ځانګړي صنعتي پارکونه جوړ او هڅه دې وکړي ، چې د ترکيې په ازاده سوداګريزه سيمه کې د افغاني غاليو صنعت کاران او سوداګر ځانګړى مارکېټ ولري.
دى دا غوښتنه هم کوي ، چې په مسکو او جنوبي افريقا هېوادونو کې دې د دولت په همکارۍ د افغاني غاليو لپاره بازار موندنه وشي.
دغه راز هغه وويل ، چې د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت دې د روسيې ، ترکيې او جنوبي افريقا ته په مناسبه بيه د غاليو د لېږد اسانتياوې برابرې کړي .
عبدالهادي فرزام وايي، چې په تېرو کلونو کې د افغاني غاليو لپاره تر ټولو مناسب مارکېټ امريکا او روپايي هېواونه و ، خو څېړنو ښودلې ، چې دا مهال د افغاني غاليو لپاره ترکيه ، مسکو او جنوبي افريقا تر ټولو ښه مارکېټونه دي .
هغه وويل چې که دولت د دوى غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي، نو د افغاني غاليو صنعت به له منځه ولاړ شي.
د افغانستان د صنعت کارانو د سرتاسري ټولنې مشر شېرباز کمين زاده غالۍ د هېواد يو تاريخي صنعت وباله او زياته يې کړه : (( د غاليو صنعت په افغانستان کې ځانګړى ځاى لري ، حتى ويلى شو، چې دا د افغانستان يوه تاريخي عنعنه ده .))
هغه هم له دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې دې صنعت ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو له منځه تللو څخه وژغورل شي .
په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې ( ايسا ) پانګونې ته د جلب د څانګې مشر روح الله احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وزيرانو شورا په اقتصادي کمېټه کې د ځانګړي استازي درلودل ، د يادو صنعت کارانو غوښتنه ده، چې کولى شي اړوندو ادارو ته يې په اړه وړانديز وکړي .
دغه راز هغه وويل، چې د ايسا اداره به له يادو صنعت کارانو سره اوږه په اوږه هڅه وکړي ، ترڅو نه يواځې د غاليو له صنعت څخه د ملاتړ، بلکې له نورو صنعتونو څخه د ملاتړ په موخه يو وجهي صندوق رامنځته شي .
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن