ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ : افغانستان نيپال ته هم ماتې ورکړه

کرکټ : افغانستان نيپال ته هم ماتې ورکړه

author avatar
17 Mar 2012 - 11:43
کرکټ : افغانستان نيپال ته هم ماتې ورکړه
author avatar
17 Mar 2012 - 11:43

کابل ( پژواک ٢٧ کب ٩٠ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې   شل اووريز نړيوال جام ته د لار موندنې  د غوراوي سياليو په لړ کې  نيپال ته  هم ماتې ورکړه.

دغه لوبه پرون د کب په ٢٦ مه، د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا له دوبۍ څخه د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ يې پخپله د لوبې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه چې د افغانستان لوبډله په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې جوړې کړې او نيپال ته يې د ١٥٧ منډو هدف وټاکه.

د نوموړي په وينا، دافغانستان له لوري کريم صادق او محمد شهزاد ٥٢، ٥٢ ، او نوروز منګل ٢٧ جوړې کړې.

وفا وويل چې د نيپال لوبډلې ياد شوى هدف ترلاسه نه شو کړاى او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٣ منډې جوړې کړې.

نوموړى  وايي چې دافغانستان له لوري محمد نبي او دولت ځدران دوه دوه لوبغاړي او کريم صادق يو لوبغاړى وسوځاوه.

د ملي لوبډلې د منېجر د معلوماتو له مخې کريم صادق ددې لوبه غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان له دې دې مخکې پي اين جي، هالنډ او ډنمارک ته هم ماتې ورکړې ده.

د شل اووريز نړيوال جام سيالۍ چې ټاکل شوې ده، د روان زېږديز کال د ستمبر په مياشت کې په سريلانکا کې ترسره شي، د غوراوي سيالۍ  چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي پکې ١٦ لوبـډلې برخه اخلي.

له دې شپاړسو لوبډلو څخه يې دوه  غوره لوبډلې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو لسو هېوادونو سره يو ځاى په نړيوال جام کې برخه اخلي.

په دې سياليو کې  افغانستان، برموډا، کاناډا، ډنمارک، هانک کانګ، ايرلينډ ، اټاليا، کينيا، نميبيا، نيپال، هالنډ  عمان، پي اين جي، سکاټلينډ ، يوګنډا  او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.