کابل ( پژواک ٢٧ کب ٩٠ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شل اووريز نړيوال جام ته د لار موندنې د غوراوي سياليو په لړ کې نيپال ته هم ماتې ورکړه.
دغه لوبه پرون د کب په ٢٦ مه، د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا له دوبۍ څخه د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ يې پخپله د لوبې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه چې د افغانستان لوبډله په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې جوړې کړې او نيپال ته يې د ١٥٧ منډو هدف وټاکه.
د نوموړي په وينا، دافغانستان له لوري کريم صادق او محمد شهزاد ٥٢، ٥٢ ، او نوروز منګل ٢٧ جوړې کړې.
وفا وويل چې د نيپال لوبډلې ياد شوى هدف ترلاسه نه شو کړاى او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٣ منډې جوړې کړې.
نوموړى وايي چې دافغانستان له لوري محمد نبي او دولت ځدران دوه دوه لوبغاړي او کريم صادق يو لوبغاړى وسوځاوه.
د ملي لوبډلې د منېجر د معلوماتو له مخې کريم صادق ددې لوبه غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان له دې دې مخکې پي اين جي، هالنډ او ډنمارک ته هم ماتې ورکړې ده.
د شل اووريز نړيوال جام سيالۍ چې ټاکل شوې ده، د روان زېږديز کال د ستمبر په مياشت کې په سريلانکا کې ترسره شي، د غوراوي سيالۍ چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي پکې ١٦ لوبـډلې برخه اخلي.
له دې شپاړسو لوبډلو څخه يې دوه غوره لوبډلې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو لسو هېوادونو سره يو ځاى په نړيوال جام کې برخه اخلي.
په دې سياليو کې افغانستان، برموډا، کاناډا، ډنمارک، هانک کانګ، ايرلينډ ، اټاليا، کينيا، نميبيا، نيپال، هالنډ عمان، پي اين جي، سکاټلينډ ، يوګنډا او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن