منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۳ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

دین او کلتور

۳،۰۴۴ راپورونه

راپورونه

خبریالان: اطلاعاتو ته لاسرسي کې ځنډ او محدودیت د تبلیغاتو د مخنیوي او اطلاع‌رسونې برخو کې ستونزې جوړوي

اطلاعاتو ته د خبریالانو پر وخت، رسمي او کره لاسرسی کولی شي د اوازو او ناسمو معلوماتو خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول ولري؛ خو خبریالان په ځینو مواردو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر…

افغانستان او قطر د ګرځندوی برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په کابل کې د قطر له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د ګرځندوی برخه کې د همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

تېرو شپږو میاشتو کې د بهرنیو په ګډون څه باندې ۵۰۰ زره سیلانیانو له بامیانه لیدنه کړې ده

د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د روان کال له پیله راهیسې د دغه ولایت له تاریخي، لرغونو، تفریحي او سیاحتي ځایونو څه باندې ۵۰۰ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده. د بامیان د…

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د شاوخوا ۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه. اقتصادي معاونیت په…

غزني کې د «سپيده داغ» په نوم یوې سیمه‌ییزې راډیو خپرونې پیل کړې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵) د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د «سپيده داغ» په نوم یوې سیمه‌ییزې راډیو له څو میاشتو ازمایښتي خپرونو وروسته نن چهارشنبه خپل رسمي نشرات پیل کړل. د راډیو د پرانیستې مراسمو کې د…

میدان‌وردګو کې د مڼې ګل مشاعره جوړه شوه

د میدان‌وردګو ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د مڼې ګل دودیزه مشاعره د شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګپالو او د ادب د مینه‌والو په ګډون جوړه شوه. دغه مشاعره د میدان‌وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له…

مهاجر فراهي: مطبعې او ناشران مکلف دي د خپلو کتابونو لپاره د ای‌اېس‌بي‌اېن شمېره ترلاسه کړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د ناشرانو، کتاب‌پلورونکو او د مطبعو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه کې ویلي چې ټولې مطبعې او ناشران مکلف دي د خپلو کتابونو لپاره د ای‌اېس‌بي‌اېن شمېره ترلاسه کړي او له مسوولینو یې غوښتي چې د کتابونو برابرولو او پېرلو قراردادونه له کورنیو ناشرانو سره ترسره کړي.

جمال: ایران کې دې د افغانستان د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ استادانو ته روزنیز سیمینارونه جوړ شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د ایران له سفیر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې په ایران کې دې د دغه وزارت د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ استادانو ته د روزنیزو او علمي سیمینارونو د جوړېدو زمینه برابره کړي.

د پنجشېر پریان درې ته د سیلانیانو مخه؛ اوسېدونکي یې د ګرځندوی د ودې لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کوي

د پنجشېر د طبیعي ښکلا لرونکې پریان ولسوالۍ ته د دوبي په موسم کې ګڼ شمېر سیلانیان ورځي، خو د سیمې اوسېدونکي او کارپوهان وایي، د بنسټیزو اسانتیاوو نشتون د دې درې د سیاحتي وړتیاوو…

نور راپورونه