ژبه

د کابل په ماشین‌خانه کې د ناشرانو او کتاب‌پلورونکو دایمي نشراتي او فرهنګي بازار پرانیستل شو

Ahmad sohaib

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱:۴۲

Views: ۸

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کابل کې د ناشرانو او کتاب‌پلورونکو د ملاتړ، د چاپ او خپرولو صنعت د ودې او د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په ماشین‌خانه کې دایمي نشراتي او فرهنګي بازار پرانیست؛ دغه وزارت وایي، په دې بازار کې به ملي کتابتون هم جوړ او بېلابېل فرهنګي او نشراتي پروګرامونه به ترسره شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت وایي، دغه بازار د قرآن کریم لیکلو او د بېهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري جوړ شوی او موخه یې د ناشرانو او کتاب‌پلورونکو د اثارو معرفي کول، د چاپ او خپرولو صنعت ملاتړ او د مطالعې او کتاب‌لوستنې فرهنګ ته وده ورکول دي.
د بازار د پرانیستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو شمېر چارواکو، ناشرانو، کتاب‌پلورونکو، لیکوالانو او د فرهنګي برخې فعالانو ګډون کړی و.
د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف‌الله حکیمي په دغو مراسمو کې د کتاب پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، کتاب د پوهې او معلوماتو له مهمو سرچینو څخه دی او د انسان د علمي او فکري ودې لپاره مهم رول لري.
هغه زیاته کړه، مطالعه انسان له بې‌ځایه وخت تېرولو ژغوري او د شخصیت او پوهې د ودې زمینه ورته برابروي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وویل، ماشین‌خانه په پخوا وختونو کې د وسلو د جوړولو او ترمیم لپاره جوړه شوې وه، خو اوس د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې د ناشرانو او کتاب‌پلورونکو په دایمي نشراتي او فرهنګي مرکز بدله شوې ده.
فراهي زیاته کړه، په دغه بازار کې به یو ملي کتابتون هم جوړ شي، څو څېړونکي او د مطالعې مینه‌وال ترې ګټه واخلي.
هغه وویل، اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ناشرانو، کتاب‌پلورونکو او مطبعو د ملاتړ او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو هڅه کوي.
هغه له ګډونوالو وغوښتل چې خلک مطالعې ته وهڅوي او د کتاب‌لوستنې د فرهنګ د ودې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
په دغو مراسمو کې د قرآن کریم لیکلو او بېهقي کتاب خپرولو ریاست د قرآن کریم لیکلو امر مولوي عزت‌الله عابد، د لوړو زده‌کړو وزارت سلاکار مفتي محمودالحسن محمود، د کابل پوهنتون استاد او د خپرندویانو د اتحادیې مرستیال سید احمد سعید او د چاپ او کاغذ د برخې یو شمېر استازو هم خبرې وکړې.
هغوی دغه بازار د چاپ او نشر صنعت د ملاتړ، د خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو د اثارو د معرفي کولو او د مطالعې د فرهنګ د ودې لپاره مهم وباله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په دغه بازار کې به د یوې اوونۍ په ترڅ کې د کتابونو نندارتون، د نويو چاپ شویو کتابونو د مخکتنې مراسم، فرهنګي ناستې او د مطالعې او کتاب‌لوستنې د فرهنګ اړوند نور پروګرامونه هم ترسره شي.