کابل (پژواک) – ننګرهار ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړې له امله درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د ننګرهار د شینواری ولسوالۍ امنیه قوماندان قاري اکرام علي پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن د شینوارو ولسوالۍ اړوند د ۲۰مې ویالې سیمه کې شوې ده.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د شخړې پر مهال درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د هغه په خبره، د یاده پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.










