ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

Pajhwok Afghan News — Reflecting The Truth

د پژواک خبري اژانس پېژندنه

پژواک په افغانستان کې تر ټولو لوى ،باوري او خپلواک خبري اژانس دى . مرکزي دفتر يې په کابل ښار کې دى او د اتو سيمه ييزو دفترونو او دهېواد په ګوټ- ګوټ کې د خبريالانو ديوې پراخې شبکې په درلودو سره خبرونه ،فيچرونه ، تحليلونه او مرکې  په پښتو ، دري او انګليسي ژبو خپروي. همدارنګه پژواک نړيوالو خبري اژانسونو ، ټلويزيونونو او راډيو ګانو ته غږيز او ويډيويي کلېپونه چمتو کوي .

پژواک خپل فعاليت  په ١٣٨٢لمريز کال کې د اساسي قانون د لويې جرګې په خبري پوښښ پيل کړ او په دې توګه کورنيو او بهرنيو رسنيو ته په يوې باوري خبري سرچينې بدل شو.

دپژواک کلمه په پښتو او دري ژبو کې د (( انعکاس )) په مانا ده. دپژواک ژورنالېستانو داژانس دنوم اېښودنې په اړه دزياتو غونډو په ترڅ کې هڅه وکړه، ترڅو داسې يو نوم وټاکي ، چې ملي يوالى ټينګ او داژانس دفعاليت موخه په ډاګه کړي ، له همدې امله د((پژواک )) کلمه ددې اژانس دنوم په توګه وټاکل شوه .

پژواک په بشپړه توګه يوه خپلواکه اداره ده ، ددې اژانس ټول مسوولين او کارکوونکي افغانان دي او د افغانانو له خوا اداره کيږي. پژواک په هيڅ يوې سياسي ډلې او يا کوم سوداګريز سازمان پورې تړلى نه دى .

د پژواک موخه

له پيل راهيسې د پژواک موخه داده، چې له خلکو سره مرسته وکړي او هغوى په خپل ژوند کې پراخې  ونډې اخيستلو ته وهڅوى . دغه اژانس په خپل خبري پوښښ سره غواړي ،چې  په حکومتوالۍ کې روڼتيا راولي اود  حساب ورکولو روحيه ژوندۍ کړي .

پژواک ، په ټول ځواک د خلکو رښتينى غږ پورته کوي ، د هغوى ستونزې له چارواکيو سره شريکوي او د چارواکيو  له کړنو  يې خبروي.

همدغو موخو ته په پام دغه اژانس د ولسواکۍ د  ودې  ،د بشر ي  حقونو د رعايت او د قانون د پلي کولو لپاره  هڅې کوي ، خلک  له  خپلو حقونو خبروي  او د  افغانستان د حالاتو  او پېښو رښتينى او روښانه انځور نړيوالې ټولنې ته وړاندې کوي.

د پژواک خدمتونه

پژواک په اقتصادي ،ټولنيزو ، سياسي او امنيتي څانګو کې د هېواد په کچه خبرونه او تحليلونه چمتو کوي او په دې کار يې رسنۍ ددې جوګه کړي ، چې له  خلکو سره د پېښو په اړه کره ،دقيق او بې پرې معلومات شريک کړي .

پژواک خپلو ګډونوالو ته په ليکلي ،تصويري ، غږيز او ويډيويي بڼه تازه خبرونه ،فيچرونه ، تحليلونه  او مرکې وړاندي کوي.

د پژواک انټرنټي خدمتونه :  ګډون کوونکي کولى شي د پژواک دوېب پاڼې او ايميل له لارې وروستيو خبرونو ته لاسرسى ومومي .

د پژواک دانځورونو څانګه :  ددې څانګې خدمتونه په جلا توګه ګډون ته اړتيا لري. د پژواک انځوريز څانګه ؛ له مهمو خبري پېښو څخه انځورونه او همدارنګه د افغانستان د ټولنې او کولتور په اړه انځوريز راپورونه چمتو کوي .

د پژواک ويډيويي او غږيزه څانګه:  پژواک نړيوالو خبري اژانسونو ، راډيو ګانو او ټلويزيونونو ته له خبري پېښو څخه غږيز او ويډيويي کلېپونه چمتو کوي .

ګډون کوونکي کولى شي،چې  له لاندې اسانه لارو څخه د پژواک راپورونه ترلاسه کړي .

Pajhwok.com: لوستونکي د پژواک دوېب پاڼې له لارې د افغانستان په اړه تازه خبرونه ترلاسه کوي . په دې پاڼه کې د هرې ورځې او داونۍ په اوږدو کې خبرونه خپريږي .

د برېښناليک  له لارې د خبرونو لېږل :ګډون کوونکي د ورځې په اوږدو کې د برېښناليک له لارې د پژواک د خبرونو او راپورونو غورچاڼ ترلاسه کوي او د افغانستان له پرمختګونو خبرېږي .

د پژواک ګډون کوونکي

د پژواک په ګډون کوونکيو کې دافغانستان وتلي بنسټونه  ، ملي او نړيوالې مهمې رسنۍ ، د افغانستان وزارتونه ، نادولتي سازمانونه ، ديپلوماتان ، کارپوهان ، سوداګر او نورې وتلې څېرې شاملې دي ، ځکه چې هغوى د افغانستان د سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو په اړه پر پژواک تکيه کوي.که تاسو هم غواړئ ددې اژانس  ګډونوال شى ، دا ځاى کېکاږئ .

Visits: 525

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.