کابل (پژواک) – یوه پاکستانۍ څېړونکې وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو افغان سوداګر د بدیلو لارو کارولو ته هڅولي او پاکستان یې د پېرودونکو، صادراتي بازارونو او د ټرانزیټي لارې په توګه د خپل رول له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ کړی دی.
د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو پاکستانۍ څېړونکې نائله محسود په یوه مقاله کې چې عربنیوز خپره کړې، لیکلي چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې د تورخم لار نه یوازې له افغانستان سره د سوداګرۍ د یوې مهمې لارې په توګه، بلکې پر کابل د فشار راوړلو د یوې وسیلې په توګه هم کارولې ده.
هغې زیاته کړې چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته افغان سوداګرو د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته مخه کړې او له نویو ټرانسپورټي شرکتونو، سوداګریزو استازو او د پیسو د لېږد له نویو لارو چارو سره بلد شوي دي.
د دې په باور، ښایي دغه سوداګر د لارو له بېرته پرانیستل کېدو وروسته هم په اسانۍ پخوانیو لارو ته ستانه نه شي.
محسود لیکلي چې د پاکستان د درمل جوړولو صنعت هم له هغو برخو دی چې د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله ډېر زیانمن شوی دی.
د هغې په مقاله کې راغلي چې د پاکستان د درملو د صادراتو ټولیز ارزښت له ۴۵۷،۴۶ میلیون ډالرو څخه ۳۱۹،۰۱ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی چې شاوخوا ۳۰ سلنه کموالی ښيي. محسود لیکلي چې د درمل جوړولو فابریکو مالکان د سوداګریزو لارو تړل کېدل د دغه کموالي اصلي لامل بولي.
محسود منځنۍ اسیا ته د پاکستاني توکو د لېږد لګښتونو زیاتېدو ته هم اشاره کړې او د «سياېناې» خبري شبکې د راپور پر بنسټ یې لیکلي چې د محمدنعیم په نوم یوه پاکستاني صادرونکي ویلي، پخوا به له تورخم څخه ازبکستان ته د توکو لېږد شاوخوا یوه اوونۍ وخت نیوه او له دوو تر درېیو زرو ډالرو لګښت یې درلود؛ خو اوس د ایران له لارې د دغو توکو لېږد نږدې شپږ اوونۍ وخت نیسي او لګښت یې له لسو تر ۱۳ زرو ډالرو رسېږي.
د محسود په باور، که څه هم افغانستان هم د سوداګریزو لارو د تړلي پاتې کېدو له امله زیان لیدلی، خو پاکستان به په اوږدمهال کې خپل پېرودونکي، سمندر ته د افغانستان د لاسرسي د لارې په توګه خپل رول او د سوداګریز فشار د واردولو د توان یوه برخه له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د ۱۴۰۴ کال د لړم په ۲۱مه، د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو د پرلهپسې تړل کېدو په غبرګون کې، له دغه هېواد سره د سوداګرۍ د درولو پرېکړه وکړه او له سوداګرو او صنعتکارانو یې وغوښتل چې د صادراتو او وارداتو لپاره له بدیلو لارو کار واخلي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هغه مهال ویلي وو چې پاکستان څو ځلې سوداګریزې لارې تړلي او له سوداګریزو او بشري مسایلو یې سیاسي ګټه اخیستې ده؛ هغه اقدام چې د دهع په وینا، د دواړو هېوادونو سوداګرو او صنعتکارانو ته یې زیان رسولی دی.
دغه راز، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ په ۱۳مه ویلي وو چې له پاکستان سره به سوداګریزې لارې یوازې هغه مهال بېرته پرانیستل شي چې اسلاماباد کلک تضمینونه ورکړي، څو په راتلونکي کې دغه لارې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.











