کابل (پژواک) – د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د هند په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې زاهد به د خپل سفر په ترڅ کې د هند په یوه نړۍوال نندارتون کې ګډون وکړي او د دغه هېواد له لوړپوړو دولتي چارواکو، سوداګریزو مسوولینو او پانګهوالو سره به هم وګوري.
سرچینې زیاته کړې چې په دغو لیدنو کې به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو پر موندلو او د ګډې پانګونې پر فرصتونو خبرې وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، د افغانستان د تولیدي او صادراتي ظرفیتونو معرفي کول او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو برابرول دي.










