منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۳ غ.و
۱۶°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې د سرو زرو او مایع ګاز بیې لوړې شوي، خو د تېلو ټیټې شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) – نن د ۷ ورځو مخکې په پرتله کابل ښار کې د سرو زرو او مایع ګاز بیې لوړې شوې دي، د پټرولو او ډیزلو ټیټې شوې، خو د خوراکي توکو بیو بدلون نه دی کړی او د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت هم لوړ شوی دی.

سون‌توکي

د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي حکمت‌الله محمدي پژواک ته وویل، نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د یوه لېټر پټرولو بیه له ۷۸ څخه ۷۷ افغانیو او د یوه لېټر ډیزلو بیه له ۸۶ څخه ۸۵ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو د بیو ټیټېدل او د وارداتو زیاتوالی د کابل ښار په بازارونو کې د دغو توکو د بیو ټیټېدو له لاملونو دي.

خو د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې یوه هټۍوال محمدجان امین وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۶۰ څخه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې ده. د هغه په وینا، د وارداتو کمښت په کابل کې د مایع ګاز د بیې لوړېدو لامل شوی دی.

د سرو زرو بیې

د کابل ښار د یوې زرګرۍ خاوند محمدفواد وویل، نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د ۷۵۰ عیار لرونکو یوه ګرام عربي سرو زرو بیه له ۶۳۰۰ څخه ۶۵۷۰ افغانیو او د ۵۸۵ عیار لرونکو یوه ګرام روسي سرو زرو بیه له ۵۰۵۰ څخه ۵۲۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د زرګرانو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له لوړېدو او ټیټېدو سره تړاو لري.

رویټرز خبري اژانس تېره ورځ (جمعه) راپور ورکړی و چې د یوه اونس سرو زرو بیه ۲،۹ سلنه لوړه شوې او ۳۶۷۰ امریکایي ډالرو او ۶۹ سنټو ته رسېدلې ده.

د دغه راپور له مخې، اقتصادي شنونکي وایي، د سرو زرو د بیې له څو ورځني ټیټوالي وروسته پېرودونکي بېرته بازار ته راګرځېدلي او د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا برخو کې د فعالو شرکتونو د ونډو د بیو نسبي ثبات هم د سرو زرو پر بیه اغېز کړی دی. په ورته وخت کې، د امریکایي ډالر د ارزښت لوړېدو بهیر وروسته له هغه درېدلی چې د روانې اونۍ په پیل کې یې ارزښت په تېرو ۲۲ میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و.

سرچینې دغه راز زیاته کړې چې په تېره اونۍ کې د اسیا په مهمو بازارونو، په ځانګړې توګه هند او چین کې هم سرو زرو ته تقاضا زیاته شوې وه.

خوراکي توکي

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرې شبنې په پرتله د خوراکي توکو د عمده پلور بیو بدلون نه دی کړی.

د هغه په وینا، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې عمده بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو ۱۶۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړیو ۲۳۰۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام افریقایي تور چای ۳۸۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام اندونیزیایي شین چای ۳۵۰ افغانۍ ده.

خو د کابل ښار د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۶۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو ۲۵۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې ۲۶۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړیو ۲۳۵۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام اندونیزیایي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام افریقایي تور چای ۴۳۰ افغانۍ ده.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ خاوند حاجي محمدحسین وویل، نن یو امریکایي ډالر په ۶۶ افغانۍ او ۹۰ پوله پېرودل کېږي او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم په ۳۰مه یو امریکایي ډالر په ۶۵ افغانۍ او ۹۵ پوله پېرودل کېده او زر پاکستانۍ کلدارې هم په ۲۳۵ افغانۍ بدلېدې.