کابل (پژواک) – د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونه کې له افغانستان سره د سوداګریزې همکارۍ شورا رییس، افغانستان ته د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د روسي توکو د صادرولو په اړه د هوکړو ترلاسه کېدو خبر ورکړی دی.
ټاس خبري اژانس نن (چهارشنبه) د دې شورا د رییس دیمیتري انتونوف په حواله راپور ورکړی چې دغه هوکړې په کابل کې د افغانستان او روسیې د سوداګریزې ناستې په ترڅ کې شوې دي.
انتونوف ویلي، دغه شورا د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک له هغه وړاندیز څخه ملاتړ کوي چې له مخې یې د افغانستان حکومت او د اوراسیا اقتصادي کمېسیون ترمنځ د تخنیکي مقرراتو او معیارونو برخه کې اړیکې رامنځته کېږي.
هغه زیاته کړې: «موږ د الکسي اورچوک وړاندیز پر وخت او د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم بولو؛ د دې ډول اړیکو رامنځته کول د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د شرکتونو د عملي ستونزو د څېړلو زمینه برابروي.»
د یادونې ده، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک د لړم په ۲۲مه کابل ته راغلی و او د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۰۳ میلیون ډالرو په ارزښت د اقتصادي همکاریو ۱۵ هوکړهلیکونه لاسلیک شول.











