کابل (پژواک) – د خوست د ولایت مقام وايي، په دغه ولایت کې د محتسبینو د هڅو په پایله کې د یوې نجلۍ کوژده چې له نهو کلونو راهیسې یې برخلیک نامعلوم و، فسخه شوې او د خپلې خوښې له مخې د شرعي نکاح حق ورکړل شوی دی.
د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې کوژدن شوې نجلۍ له تېرو نهو کلونو راهیسې په خپل کور کې بېبرخلیکه ژوند کاوه؛ ځکه کوژدن یې نه خپله ورسره واده کاوه او نه یې هم بل چا ته د نکاح اجازه ورکوله.
سرچینې زیاته کړې ده، د محتسبینو له لوري د موضوع تر هر اړخیزې څېړنې او هڅو وروسته، د یادې مېرمنې کوژده فسخه شوې او نوموړې ته د خپلې خوښې له مخې له هر هغه چا سره د شرعي نکاح کولو حق ورکړل شوی چې خپله یې وغواړي.
د خوست ولایت محتسبینو ویلي، د ښځو د شرعي او قانوني حقونو خوندیتوب برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له ښځو یې غوښتي چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره خپلې ستونزې او غوښتنې له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړي، څو پر وخت ورته رسېدنه وشي.










