منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۳°ورېځ · ↑۱۵° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د برېتانیا د سره صلیب اداره افغانانو ته د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې خپلې هڅې ډېروي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) ـ د برېتانیا د سره صلیب د نړۍوالو چارو اجرائیوي رییس له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې له رییس ملا نورالدین ترابي سره په لیدنه کې ویلي، سره له دې چې په نړۍواله کچه د مرستو کچه ټیټه شوې خو دوی بیا هم هڅه کوي افغانانو ته د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې هڅې لا زیاتې کړي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د برېتانیا د سره صلیب د نړۍوالو چارو له اجرائیوي رییس ریچارډ بلویټ، د سره صلیب ټولنو د نړۍوال فدراسیون د استازولۍ د پلاوي له رییس ډاکټر حسام فیصل او د هغه له مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې ترابي ویلي، د روان میلادي کال په پیل کې یې له ټولو موسسو سره د دې ادارې د لومړیتوبونو لېست شریک کړی چې په حقیقت کې د خلکو او ټولنې اساسي اړتیاوې دي، څو موسسې د همدغو لومړیتوبونو له مخې خپلې پروژې طرحه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د تمویلوونکو له لوري د افغانستان خلکو ته ځانګړې شوې پیسې باید اغېزناکې، شفافې او د خلکو د اړتیاوو مطابق ولګول شي.

ترابي ویلي چې دغه اداره یوه بشپړه بشري اداره ده او له ټولو بشري بنسټونو سره یې د همکاریو زمینه برابره کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د برېتانیا د سره صلیب د نړۍوالو چارو اجرائیوي رییس ریچارډ بلویټ ویلي چې د بشري بنسټونو ترمنځ نږدې همکاري اغېزناکه او ګټوره ده.

نوموړي ویلي، دوی د اقلیمي بدلونونو او د ال نینو پدیدې اغېزې ارزوي او له ارزونې وروسته به یې راپور له اړوندو مراجعو سره شریک کړي.

هغه زیاته کړې، سره له دې چې په نړۍواله کچه د مرستو کچه راټیټه شوې خو دوی بیا هم هڅه کوي، څو د دغه هېواد خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي چې په پای کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او هغه یې مهمه وبلله.