منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې افغانستان یوازې نه پرېږدي؛ د مرستو کمېدل به ناوړه پایلې ولري

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال برونو لمارکي د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې د دغه هېواد له پامه غورځول به د افغانستان او سیمې لپاره ناوړه پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو د رسمي خبري څانګې د راپور له مخې، لمارکي د جمعې په ورځ (د نومبر شپږمه) په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې افغانستان له اقتصادي ستونزو، د بشري مرستو له کمېدو او د بشري حقونو په برخه کې له ننګونو سره مخ دی.

هغه ویلي، ملګري ملتونه د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو اړوند موضوعاتو ته پاملرنه لري او په دې برخه کې د افغانستان له حکومت سره خبرو او تعامل ته دوام ورکوي.

نوموړي د افغانستان په پرمختګ کې د ښځو د ونډې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې همکاري او خبرې اترې د هېواد د راتلونکي لپاره مهمې دي.

لمارکي د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان له پامه غورځول به د بې‌وزلۍ د زیاتېدو، د بنسټیزو خدمتونو د کمزوري کېدو او په ټولنه کې د راستنېدونکو د بیا ادغام د بهیر د ناکامېدو لامل شي.

هغه خبرداری ورکړی چې د افغانستان د وضعیت پایلې یوازې تر دغه هېواد محدودې نه پاتې کېږي، بلکې د سیمې پر امنیت، ثبات او د کډوالۍ پر بهیرونو هم اغېز کولای شي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس هغه وخت نه دی چې نړیواله ټولنه افغانستان ته شا کړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بشري مرستو تمویل په ۲۰۲۳ کال کې دوه میلیارد ډالره و، په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی او د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه ۵۷۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

لمارکي ویلي چې د مرستو د کمېدو له امله اټکل کېږي د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان د لومړنیو روغتیايي خدمتونو شاوخوا ۴۰ سلنه مرکزونه وتړل شي، چې د هېواد له ۱۹۰۰ مرکزونو څخه شاوخوا ۷۰۰ مرکزونه کېږي.

هغه دغه وضعیت د اندېښنې وړ بللی او یو ځل بیا یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو او تعامل ته دوام ورکړي.