منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۹ غ.م
۱۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

شرعي: اختصاصي محکمې دې د امارتي ځمکو برخه کې پوره احتیاطه وکړي او عدالت دې ټینګ کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) ـ د عدلیې وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر د هېواد د څلورو زونونو د غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمو له قاضیانو سره په لیدنه کې ویلي، اختصاصي محکمې دې د امارتي ځمکو برخه کې چې بیت‌المال دی، له پوره احتیاطه کار واخلي او عدالت دې تامین کړي.

د عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رییس شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د هېواد د څلورو زونونو د غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمو له قاضیانو سره کتلي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې په دې کتنه کې د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د امارتي غصب شوو ځمکو په اړه د اختصاصي محکمو د پرېکړو په تړاو خبرې کړي او ټینګار یې وکړ چې اختصاصي محکمې دې د امارتي ځمکو برخه کې چې بیت‌المال دی، له پوره احتیاطه کار واخلي او عدالت دې تامین کړي.

نوموړي ویلي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او اختصاصي محکمو د کار لپاره قانون او طرزالعمل وجود لري او څرګنده یې کړه چې هر مسوول باید د همدغو تقنیني اسنادو مطابق خپل کار ترسره کړي.

هغه په ولایتونو کې د اختصاصي محکمو او د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوو ترمنځ د همغږۍ اړتیا ته هم اشاره کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، بل‌خوا په دې کتنه کې د هېواد د څلورو زونونو د اختصاصي محکمو قاضیانو د یادو محکمو د فعالیتونو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او له تخنیکي پلاوو سره یې د همغږۍ، په څلورو زونونو کې ورته موضوعاتو لپاره د پرېکړو د یو ډول‌والي او د کاري چارو د چټکتیا برخه کې هم ډاډ ورکړ.