غزني (پژواک) – غزني کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر جوړه شوې دښمني چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې په ترڅ کې یو کس وژل شوی و، د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمهییزو مسوولینو په منځګړیتوب په دوستي بدله شوه.
د غزني د ولایت په مقام کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت مرستیال والي مولوي سردارمحمد مدني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي جانمحمد حاجي مؤمن، د اطلاعاتو او کلتور ريیس ملا حمیدالله نثار، دیني عالمانو، قومي مشرانو او سپینږیرو ګډون کړی و.
د غزني مرستیال والي مولوي سردارمحمد مدني د دواړو قومونو ترمنځ د روغې جوړې هرکلی وکړ او ویې ویل، خپلمنځي اختلافات باید د خبرو اترو، تفاهم او د مشرانو په منځګړیتوب حل شي، څو د یوې شخړې له امله د نورو کورنیو ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخ نه شي.
نوموړي زیاته کړه، په لنډه موده کې دا دویمه لویه قومي شخړه ده چې د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډو هڅو هوارېږي. هغه له خلکو وغوښتل چې د سولې، یووالي او ورورولۍ د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي جانمحمد حاجي مؤمن د روغې جوړې د هوکړې د اعلان پر مهال د قومي مشرانو او سپینږیرو هڅې وستایلې او ویې ویل، د خپلمنځي شخړو سولهییز حل د ټولنې د ثبات او د خلکو ترمنځ د یووالي لپاره مهم دی.
نوموړي د دواړو قومونو له مشرانو وغوښتل چې پر شوې هوکړه ودرېږي او په راتلونکي کې د هر ډول اختلاف رامنځته کېدو پر مهال د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو او تفاهم لاره خپله کړي.
هغه وویل، دغه شخړه شاوخوا درې میاشتې مخکې د ځمکې پر سر د اختلاف له امله د واغظ ولسوالۍ د جلالزي او د غزني ښار د کلا جوز سیمې د زرخېل قومونو ترمنځ رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې د جلالزي قوم یو کس وژل شوی و.
د نوموړي په خبره، د روغې جوړې د هوکړې له مخې، د کوچي قوم استازو د جلالزي قوم ته ۳۵ لکه افغانۍ د جوړې په بدل کې ورکړې دي.
د غونډې یوه ګډونوال دیني عالم ثنامحمد صدیقي وویل، په اسلام کې د مسلمانانو ترمنځ ورورولۍ، بښنې او روغې جوړې ته ځانګړی ارزښت ورکړل شوی او د خلکو ترمنځ د دښمنیو ختمول د ټولنې د خیر او ثبات لامل کېږي.
د نوموړي په خبره، د وینې تویېدو مخنیوی او د شخړو سولهییز حل هغه مسؤولیت دی چې دیني عالمان، قومي مشران او عام خلک یې باید په ګډه ادا کړي.
د غزني اوسېدونکي حاجي عبدالکریم پژواک ته وویل، د دوو قومونو ترمنځ د داسې شخړې هوارېدل د ټولو خلکو لپاره د خوښۍ خبره ده؛ ځکه که د ځمکې پر سر رامنځته شوی اختلاف پر وخت نه وای حل شوی، ښايي دښمني نوره هم پراخه شوې او د دواړو لورو نورو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وای.
نوموړي د منځګړو هڅې وستایلې او ویې ویل، د خلکو ترمنځ د سولې او ورورولۍ ټینګښت د ټولو ګډ مسؤولیت دی او باید هيڅوک د شخصي یا قومي اختلافونو د پراخېدو لامل نه شي.
د غونډې په پای کې د زرخېل قوم په استازیتوب مولوي محمدمیر عادل او د جلالزي قوم په استازیتوب سهارګل ابو یاسر د غزني ولایت مقام او د روغې جوړې له نورو منځګړو مننه وکړه.
دواړو لورو د شوې هوکړې د عملي کولو او د خپلمنځي دوستۍ او ورورولۍ د ټینګښت ژمنه وکړه او یو بل ته یې د دوستۍ غېږه پرانیسته.
د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د هزاره او پښتنو قومونو ترمنځ لس کلنه دښمني د قومي مشرانو او منځګړو په هڅو په دوستۍ بدله شوې وه.









