کابل (پژواک) – پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیلخان سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز موټر بم برید شوی دی.
جیو نیوز نن (پنجشنبه) د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې له چاودېدونکو توکو ډک یوه موټر ته د دېره اسماعیلخان د بند کورایي پولیسو د سټېشن له دروازې سره چاودنه ورکړل شوې او وروسته ډزې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې چې د چاودنې له امله د پولیسو سټېشن دروازې او دېوال او دغهراز یوه نږدې جومات ته زیان اوښتی او د شاوخوا کورونو ښیښې هم ماتې شوې دي.
د پولیسو په خبره، د امنیتي ځواکونو د ځوابي ډزو له امله بریدګر نه دي توانېدلي د مرکز انګړ ته ننوځي.
راپور کې راغلي چې پولیسو او امنیتي ځواکونو د بریدګرو د نیولو لپاره په سیمه کې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه په دغه برید کې د احتمالي مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او د برید مسوولیت هم کومې ډلې نه دی منلی.











