کابل (پژواک) – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د فارس خلیج د همکارۍ شورا د سرمنشي هغه څرګندونې بېبنسټه بللې چې له ایران څخه یې د ځینو سیمهییزو هېوادونو د زیانونو د جبران غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې برعکس، ایران له هغو هېوادونو د تاوان غوښتنه لري چې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې یې مرسته کړې ده.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، بقايي ادعا کړې چې ځینو سیمهییزو هېوادونو د امریکا او اسراییلو ځواکونو ته پر ایران د بریدونو لپاره خپله خاوره، هوايي حریم او اوبه په واک کې ورکړې دي.
د هغه په وینا، پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د دغه هېوادونو رول مستند شوی او شواهد یې له ډیپلوماټیکو لارو ورسره شریک شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د نړۍوالو قوانینو له مخې، هغه هېوادونه چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول یې د امریکا او اسراییلو په پوځي بریدونو کې ونډه لرلې، د دغو بریدونو د پایلو مسوول دي او ایران به له هغوی د اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې له دغو هېوادونو څخه د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو او جنګي الوتکو د عملیاتو پیل، د لوژستیکي او پوځي ملاتړ برابرول او په دغو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډو په نښه کېدل د ایران پر ضد د بریدونو په ملاتړ کې د هغوی د ونډې له شواهدو څخه دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د امریکا او اسراییلو جنګي الوتکې، توغندي او بېپیلوټه الوتکې د سیمې په ځینو هېوادونو کې له مېشتو پوځي اډو څخه د ایران پر ضد په بریدونو کې کارول شوې دي.
د هغه په وینا، دغو هېوادونو د بریدونو لپاره د خپلو پوځي اډو د کارولو ترڅنګ، امریکايي او اسراییلي ځواکونو ته لوژستیکي او نور پوځي ملاتړ هم برابر کړی او په همدې هېوادونو کې د امریکا ځینې پوځي اډې هم په نښه شوې دي چې دا خپله په بریدونو کې د هغوی د ونډې شاهدي ورکوي.
د یادونې وړ ده چې د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي جاسم البدیوي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې غوښتي وو چې ایران باید د شورا پر غړو هېوادونو د بریدونو حساب ورکولو او د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو د بشپړ تاوان ورکولو ته اړ کړل شي.










