منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

د ډېټا ژورنالېزم راپورونه

۳۷۲ راپورونه

راپورونه

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي وو

تېره اونۍ، چارواکو وویل چې د کابل او اسلام‌اباد خبرې د پاکستاني لوري د غیرمسوولانه څرګندونو له امله بې پایلې پای ته ورسېدې، افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه او د چاپېریال‌ساتنې…

تېره اونۍ پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژيم بریدونه کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ، پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژيم په بېلابېلو بریدونه کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او پر وړاندې یې افغان ځواکونو هم ځوابي بریدونه وکړل، بلخوا نن په دوحه کې له…

افغانستان کې د تېلو بیې ولې لوړې شوې دي؟

د پژواک موندنې ښیي چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو په پرتله، د تېلو بیې په نړۍوال مارکېټ کې پنځه سلنه ټیټې شوې، خو په افغانستان کې په داسې حال کې ۲۲ سلنه…

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي وو

تېره اونۍ، د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې وویل چې د افغان کډوالو په اړه اندېښنې به له پاکستاني او ایراني چارواکو سره شریکې کړي، ا.ا خبر ورکړ چې د کډوالۍ انګېزو ختمولو لپاره یې تګلاره جوړه کړې، دغه‌راز ملګرو ملتونو د یوې سروې له مخې اعلان وکړ چې ډېری افغانان د نجونو زده‌کړې مهمې بولي او د شانګهای همکاریو سازمان بیا په افغانستان کې د ټول‌ګډون حکومت جوړېدو غوښتنه وکړه.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله څلور کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان وو

تېره اونۍ، پر خوست او ننګرهار د پاکستان د ډرون بریدونو په تړاو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو، اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو سره لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او ډبلیواېچ‌او وویل چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو لپاره یې ۶.۳ میلیون ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله ۱۶ کسان وژل شوي وو

تېره اونۍ په امنیت شورا کې ځینو هېوادونو په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» د شتون په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو ا.ا رد کړه، ایران وویل چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه نور افغانان وباسي او په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو شپږمه ناسته وشوه.

پژواک تېره اونۍ د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه کړی

تېره اونۍ د زمري ۲۴مې په مناسبت غونډه کې د ا.ا مشرتابه وویل چې نور دې وزیران او کابینه د سرپرست کلمه نه کاروي، افغانستان او قرغیزستان هوکړې لاسلیک کړې او یواېن‌اېچ‌سي‌ار او یونیسف په افغانستان کې د بېځایه شوو ماشومانو د خوندیتوب لپاره هوکړه وکړه.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو

تېره اونۍ، په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونه د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید هوکړه‌ لاسلیک‌ شوه، له پاکستانه د اسنادلرونکو افغان کډوالو پر ایستلو نیوکې وشوې او سیګار وویل چې د مرستو بندېدل د افغانستان بانک له ننګونو سره مخ کوي، خو ا.ا دغه څرګندونې رد کړې. 

پژواک تېره اونۍ په افغانستان کې د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه کړی

تېره اونۍ، یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار او د بښنې نړۍوال سازمان له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر راایستلو نيوکې کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادرات تر ترجیحي تعرفو لاندې پیل شول، سیګار افغانستان کې د مېرمنو وضعیت په اړه ځينې ادعاوې کړې، ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله لس کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان وو

تېره اونۍ، د پاکستان، اوزبېکستان او برېتانیا چارواکي او د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې مشر کابل ته راغلي وو، ډېر شمېر کډوال له ایران او یو شمېر له تاجکستان او پاکستان څخه راوایستل شول او یوناما ادعا وکړه چې یو شمېر کډوال ځورول شوي، خو ا.ا رد کړه.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله شپږ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و

تېره اونۍ، افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان د «ټرانس - افغان» اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړه لاسلیک کړه، له ایرانه د افغان کډوالو جبري را ایستلو په دوام، نن د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمېشنر کابل ته راغی او ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره لس میلیونه ډالر مرسته ځانګړې کړه.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله شپږ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و

تېره اونۍ روسیې ا.ا پر رسمیت وپېژاند، چین د دغه اقدام هرکلی وکړ، کابل له تهرانه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره اسلامي چلند وکړي او ناروې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره نږدې یو میلیون امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو

تېره اونۍ، ا.ا د ترهګرو په خوندي ځای د افغانستان د بدلېدو ادعا رد کړه، له ایرانه د افغان کډوالو راوتو زور اخیستی و، د روږدو د درملنې او راستنېدونکو لپاره د مرستې غوښتنه وشوه او ناروې له افغانستان سره څه باندې څلور میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان وو

تېره اونۍ، قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، روسیې وویل چې د ا.ا د رسميت پېژندلو په اړه به په مناسب وخت کې پرېکړه وکړي، م.م په افغانستان کې د درې سلنه امنیتي پېښو ډېرېدو ادعا وکړه، خو ا.ا رد کړه او اروپایي ټولنې وویل چې له افغانستان سره ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته کوي. 

نور راپورونه