کابل (پژواک) – د اسلامي امارت مشر په کابل کې یوې علمي ـ څېړنیزې غونډې ته په وینا کې د اسلامي نظام پر ساتنې، د شریعت پر پلي کېدو او د مسلمانانو پر یووالي ټینګار کړی، ویلي یې دي چې د خپل واک ساتلو لپاره به مسلمانان په خپلو کې سره ونه جنګوي او له هېواده بهر مېشت افغانان یې بېرته راستنېدو ته بللي دي. په دې غونډه کې دیني عالمانو هغه ته د «شیخالاسلام» لقب هم ورکړی دی.
د لوړو زده کړو وزارت په مشرۍ، د وردګ پوهنتون له لوري، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو اغېزې؛ له اسلامي رهبرۍ څخه تر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګونو پورې، تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس تېره ورځ په کابل پوهنتون کې پیل شوی دی. په دغه کنفرانس کې زرګونو علماوو، د پوهنتونونو استادانو، څېرونکو او د ا.ا مشرانو ګډون کړی دی او نن د ا.ا زعیم شیخ هیبت الله اخوندزاده کابل ته راغلی او یاد کنفرانس کې یې وینا کړې ده.
هغه ویلي چې د اسلامي امارت سیاست د شریعت او قرانکریم سیاست دی، له امارت پرته د شریعت پلي کول ناشوني دي او خلک باید د اسلامي امارت له تعریف او حقیقت سره اشنا شي.
ده ویلي، د امیر احترام د رعیت احترام دی او مومنان باید د یوه وجود په څېر یو موټی شي او د یو بل ملاتړ وکړي؛ ځکه الله تعالی د یووالي او یو موټيوالي امر کړی دی.
د اسلامي امارت مشر زیاته کړې: «زما له تنفیذي امر پرته قصاص او حدودو نه اجرا کېږي، د اسلامي امارت پرته د شریعت تطبیق ناممکن دی، یووالی د امیر په مرسته رامنځته کېږي.»
هغه زیاته کړې چې د فتنې د له منځه وړلو لپاره باید قرباني ورکړل شي او ده د فتنې د دروازو د تړلو په موخه د اسلامي امارت قیادت قبول کړی دی.
دی وایي: «زما بدن دې وسوځول شي، خو مسلمانان دې له فتنې وژغورل شي، وعده درسره کوم چې د خپل واک ساتلو لپاره مسلمانان خپلو کې نه سره جنګوم.»
د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې، که علما سره متفق شي هېڅوک یې مقابله نشي کولی او که څوک د منکر په مخنیوي کې ووژل شي بهترین شهید دی.
هغه ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې خلکو ته دین ورسول شي، د هغوی فکرونه جوړ شي او اسلامي امارت وروپېژندل شي.
دی وایي چې اوس د هېواد ان د یوې لوېشتې خاورې واک هم د بل چا په لاس کې نه دی او زیاته کړې یې ده چې فتنه پای ته رسېدلې او اسلامي امارت جوړ شوی؛ نو باید ساتنه یې وشي.
د اسلامي امارت زعیم له هېواده بهر پر مېشتو افغانانو غږ کړی چې افغانستان ته راستانه شي او په امن کې ژوند وکړي؛ هغه ویلي چې ټول افغانان له توپیر پرته په هېواد کې په امن کې ژوند کولای شي.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون راپور ورکړی چې د هېواد له بېلابېلو سیمو راغلو جیدو دیني عالمانو په دغه کنفرانس کې شیخ هبتالله اخندزاده ته د «شیخالاسلام» لقب ورکړی دی.











